د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۸

سعادت: افغان حکومت پر امریکا فشار راوړي څو طالبان خبرو ته حاضر کړي


له جمهور ییس حامد کرزي سره د یو شمېر سیاسي او پخوانیو جهادي مشرانو په غونډه کې په دې ټینګار شوی، چې له امریکا سره دې پر امنیتي تړون دریدلې خبرې هغه وخت پیل شي، کله چې په قطر کې طالبان له افغان دولت سره خبرو ته چمتو شي.

دا غونډه تیره ورځ ( یکشنبه) په ارګ کې شوې وه.

افغان حکومت له امریکا سره پر امنیتي تړون مذاکرات په قطر کې طالبانو ته د دفتر د پرانستل کیدو د څرنګوالي په عکس العمل کې درولي دي.

د سیاسي چارو یو کارپوه عبدالستار سعادت وايي، چې اوس د افغانستان حکومت هڅه کوي پر امریکا فشار راوړي تر څو طالبان د سولې له عالي شورا سره خبرو ته حاضر کړي.

ښاغلي سعادت زموږ له همکار احمد زبیر ژمن سره په مرکې کې په دې اړه وايي:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG