د ولسي جرګې د نړیوالو چارو کمیسیون د بهرنیو چارو له وزیر څخه د افغان ډیپلوماتانو د تیښتې په اړه د توضیحاتو غوښتنه کړې ده.
د دې کمیسیون یوه غړي د یکشنبې په ورځ له آزادي راډيو سره په خبرو کې وویل، چې هیواد ته د یو شمیر ډیپلوماتانو نه ستنیدل د اندیښنې وړ ده.
وروسته تر دې چې، له بهر څخه هیواد ته د یو شمیر افغان ډیپلوماتانو د نه راستنیدو په اړه راپورونه خپاره شول، د ولسي جرګې د نړیوالو چارو کمیسیون پریکړه وکړه څو د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه د توضیحاتو لپاره ور وغواړي.
د یاد کمیسیون یوه غړي سید اسحق ګیلاني دا یوه لویه ستونزه و بلله او ویې ویل، چې د بهرنیو چارو وزارت تراوسه په دې اړه اقدامات نه دي کړي.
ښاغلي ګیلاني د یکشنبې په ورځ آزادي راډيو ته وویل؛ چې دوی د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول ته بلنه ورکړې؛ څو راتلونکې اونۍ د ولسي جرګې د نړیوالو چارو د کمیسیون په یوې غونډه کې برخه واخلي.
"موږ نن هم پر همدې موضوع خبري وکړې او یو ځلې بیا مو د بهرنیو چارو وزیر کمیسیون ته دعوت کړ. دا ټول مسوولیت د بهرنیو چارو وزارت او وزیر پر غاړه دی؛ چې باید په دې برخه کې یو میکانیزم رامنځ ته کړي. موږ نن ورته خبر ورکړ او ممکن راتلونکې یکشنبې او یا هم سې شنبې کمیسیون ته راشي."
ده زیاته کړه، چې د بهرنیو چارو وزیر د ولسي جرګې د نړیوالو چارو کمیسیون په مخکینیو غونډو کې دا منلې وه چې؛ زیاتره افغان ډیپلوماتان په بهر کې د افغانستان په سیاسي نمایندګیو کې د ماموریت تر بشپړیدو وروسته هیواد ته نه ستنیږي.
د جرمني د شپیګل په نامه یوې مجلې په تازه ریپوټ کې راغلي، چې لسګونه افغان ډیپلوماتان په بهر کې د خپل ماموریت تر بشپړیدو وروسته هیواد ته ندي ستانه شوي.
خو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا ریپوټ رد کړی او پدې اړه خپاره شوي ارقام یې بې اساسه بللي.
و مو غوښتل پدې اړه د بهرنیو چارو وزارت نظر هم واخلو، خو بریالي نشولو.
ځینې کارپوهان وايي، یو شمیر هغه ډیپلوماتان چې بهر ته تللي د افغانستان د راتلونکي په اړه اندیښنه لري او ځینې یې غیر مسلکي دي نو له همدې امله دوی دې ته زړه نه ښه کوي چې هیواد ته را ستانه شي.
ډاکټر فاروق بشر پدې اړه وايي.
"هغوی داسي فکر کوي چې، ممکن تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان وضعیت بحراني شي او زیات شمیر خلک دې ته اړ شي چې خپل هیواد پریږدي. بله ستونزه دا ده چې دوی د ډیپلوماسې په برخه کې زده کړه نه درلوده. زما په یاد دي چې حتی ټکسي چلونکی او دوکاندار هم د ډیپلومات په صفت په بهر کې مقرر شوي دي. ځکه چې هغوی په افغانستان کې له سیاسي ډلو سره ارتباط درلود. "
راپورونه وايي، تر ډيره هغه ډیپلوماتان چې د لوړپوړو چارواکو په غوښتنه بهر ته استول شوي، دې ته زړه نه ښه کوي چې هیواد ته راستانه شي.
کارپوهان افغان حکومت ته سپارښتنه کوي، چې په بهر کې د افغان ډیپلوماتانو د ټاکلو په برخه کې واسطه نه بلکې د پوهې معیار په پام کې و لري.