د کونړ اوسیدونکي له نړیوالو، افغان حکومت او له ټولو وسله والو مخالفینو غواړي چې نور باید په افغانستان کي روانه جګړه پاي ته ورسوي. دلته د رښتینې سولې راوستلو لپاره په اخلاص ګامونه پورته کړي. افغانان نور له وژنو او کړاونو خلاص کړي.
شاعر او لیکوال "ملوک رغون" وايي، سوله د ټولو او د هرڅه لپاره مهمه ده. که چېرته سوله نه وي او جګړي وي نه څوک عبادت کولی شي او نه هم د ژوند نورې چارې ترسره کولی شي.
"سوله دافغانستان د خلکو لپاره دومره مهمه ده؛ لکه د یو ژوندي موجود لپاره چې هوا او اوبه اړیني دي. سوله د ټول افغان ولس په ګټه ده او ضرور به سوله کیږي، اوس چې خلکو کوم ډار اچولی دی، چې له دوه زره څوارلسم نه وروسته به افغنستان وران شي؛ نو دا خبرې سمې نه دي همدا افغانان او همدا افغانستان به وي."
دی وايي، په هېواد کې د سولې راتلو لپاره لازم دی چې؛ افغان دولت، نړیواله ټولنه او ټول وسله وال مخالفین سره په یو میز خبرو ته کېني او د یوه بل ستونزې په خبرو هوارې کړي.
ښځي هم نور له جګړو او وژنو ستړې شوي او په ټول هېواد کې د سولې غوښتونکي دي. دوی له ټولو وسله والو مخالفینو غواړي چې؛ له جګړو لاس واخلي او د خپل هېواد په ابادۍ او بیا رغونه کې رغنده رول ولوبوي.
ملک رغون وايي، یو شمېر دولتي چارواکي په افغانستان کې شته چې د سولې په وړاندي ځکه خنډونه پیدا کوي چې؛ هغوی خپلې ګټې په جګړو او د بې وزله افغانانو په وژنو کې لټوي.
"مشخص یو څو کسان دی چې د هغوی ګټې په تاوان کې دي او د هغوی شعار هم دا دی چې، ژوندۍ دې وي ګډوډي. که چېرته په هېواد کې سوله راشي او په هر ولایت کې خیر خیریت وي، نو د هغوی ګټه په کې نشته. نه هغوی ته دا چوکۍ شته، نه دغه قرار دادونه شته او نه هم دغه پروژي شته او نه هم دغه نا برابره د چوکیو ویش شته دغه هرڅه يې له منځه ځي نو ځکه سوله نه غواړي."
د کونړ اوسیدونکي په داسې حال کې په جنګ کې له ښکیلو خواو د جنګ بندولو او د سولې راوستلو غوښتنه کوي چې؛ وسله والو طالبانو سره د خبرو د پیلولو لپاره په قطر کې دفتر پرانستل شوی.
راپور: روح الله انوري - کونړ