د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۸

په افغانستان کې د جوړو شویو دوو ودانیو په اړه خبرداری


د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د ځانګړي مفتش دفتر(سیګار) په افغانستان کې د جوړو شویو دوو ودانیو په اړه د خبرداري لیکونه خپاره کړي دي.

په دې لیکونو کې په بت خاک او شبرغان کې د دوه ښونیزو ودانیو د کېفیت په اړه اندېښنې ښودل شوې چې؛ د امریکا د ځانګړې مفتش په وینا د هغو کسانو خوندیتوب ته یې ګواښ پېښ کړی چې؛ دا ودانۍ کاروي.

د خبرداري له دې دوو لیکونو څخه یو یې په شبرغان کې د دارالمعلمین د ودانۍ په اړه دی چې؛ په کې د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړي امریکايي مفتش جان سوپکو خبرداری ورکړې چې؛ خوندي نه دي.

په لیک ویل شوي چې؛ د سیګار کارکونکو په شبرغان کې د دارالمعلمین ودانۍ کتلې او د برېښنا، اوبو او د چټلو اوبو د وتلو په سیستم کې یې یو شمېر ستونزې موندلې دي چې؛ ددې ودانۍ کارونکېو ته جدي روغتیايي او د خوندیتوب خطرونه پېښولی شي.

د سیګار مفتشینو موندلې ده چې؛ د درالمعلمین د دې ودانۍ برېښنايي سیستم د قراردا سره سم د امریکا د برېښنايي کوډ په اصولو برابر نه دی او په کې اوسیدونکو کسانو ته د اور لګیدو او نور خطرونه پېښولی شي.

که څه هم د دې ودانۍ کار بشپړ شوی نه دی خو د سیګار د ادارې مفتشینو ویلي چې؛ افغانانو ددې نیمې جوړې شوې ودانۍ کارول پیل کړي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره ځانګړې امریکايي مفتش د امریکايي ځواکونو او د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې چارواکو ته خبرداری ورکړی چې؛ دا ودانۍ په رسمي توګه تر اوسه ( USAID) افغان لورې ته نه ده سپارلې او له همدې کبله د امریکا حکومت تر اوسه پورې ددې ودانۍ د کارولو او په کې د خوندیتوب د احتمالي خطرونه په اړه مسولت لري.

جان سوپکو ویلي په ودانۍ کې د خونديبوب له پلوه احتمالي خطرونه شته چې؛ د افغان زده کونکېو او نورو هغو کسانو ژوند ګواښوي چې؛ ددې ودانۍ څخه کار اخلي.

لیک کې د امریکا له نړیوالې پراختیايي ادارې یا ( USAID)څخه غوښتل شوې دي چې؛ د یاد شوو ستونزو د لرې کولو لپاره دې زر تر زره ضروري اقدامات وکړي.

په شبرغان کې د دارلمعلمین ودانۍ د هغو درې ودانیو څخه ده چې؛ په ۲۰۰۹ م کال کې یې د جوړونې قرارداد امریکا پوځ د امریکا د نړیوال پراختیايي ادارې یا ( USAID) سره د یو توافق له مخې د دري نیم میلونو ډالرو په ارزښت د بیا رغوونې یو خصوصي شرکت ته ورکړ.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړې مفتش دفتر ( SIGAR) په یو بل لیک د بتخاک په سیمه کې د یو ښونځي د خوندیتوب په اړه خبر داری ورکړی دی.

د امریکا ځانګړې مفتش په دې لیک چې؛ د ناټو د قومندان جوزیف ډانفورد او نورو پوځي چارواکو په نوم دی ویلي دي، په بتخاک کې دا ښونځي په شوي قراداد برابر نه دی اباد شوی او بهرني او داخلي دیوالونه یې دومره محکم نه دي جوړ شوي چې؛ پرې د پاسه د کانکریټي چت وزن ونیسي.

په دې لیک کې هم د زده کونکېو خوندیتوب ته متوجې خطرونو یادونه شوې ده او غوښتل شوې دي چې؛ باید په اړه یې ضروري ګامونه واخیستل شي او د شوې قراردا سره سم دې په کې د خوندیتوب ټول معیارونه په پام کې ونیول شي.

ددې ښونځي د جوړولو قراداد د دوسوه دوشپیتو زرو امریکايي ډالرو په ارزښت یو خصوصي ساختماني شرکت ته په ۲۰۱۲ م کال کې ورکړل شوی و.

ګڼ افغانان او د بیا رغونې څارونکې په افغانستان کې د بیا رغونې د پروژو له خراب کېفیت څخه شکایت کوي او وايي، د قرادادونو لاس په لاس کېدو او د څارنې نشتوالې ددې زمینه برابره کړې ده چې؛ د بیا رغونې پروژې په سم کېفیت عملي نه شي.
XS
SM
MD
LG