د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۸

د انتخاباتو د کمیسیون د دندو، صلاحیتونو او تشکیل قانون تصویب شو


مشرانو جرګې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دندو، صلاحیتونو او تشکیل قانون په یو شمیر مواردو کې تر تعدیل راوستلو وروسته تصویب کړ.

دا قانون ولسي جرګې هم تصویب کړی، خو وروسته له دې به د ولسي جرګې او مشرانو جرګې یوه ګډه کمیټه د قانون په اختلافي مواردو بحثونه پیلوي.

مشرانو جرګې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دندو، صلاحیتونو او تشکیل پر قانون تر زیات بحث او د یاد قانون پر هرې مادې تر رایې ورکول وروسته، دا قانون د رایو په اکثریت تصویب کړ.

د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو کمیسیون له نوم سره د خپلواک کلمې اضافه کول، د جمهور رییس لخوا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دار الانشا د رییس ټاکنه، د شکایتونو د اوریدو کمیسیون لخوا د انتخاباتو وروستۍ نتایج اعلانول، د غوراوي کمیټې د ریاست انتخابي کیدل او د آزادې سیالۍ له لاري د دې کمیټې د غړیو ټاکل د مشرانو جرګې لخوا له تعدیل شویو مواردو څخه دي.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار د دې قانون د تصویبیدو پریکړه دا ډول اعلان کړه.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دندو، صلاحیتونو او تشکیل قانون دوه اونۍ مخکې د دوهم ځل لپاره د ولسي جرګې لخوا تصویب شو.

دا قانون پینځه فصله او پینځه دیرش مادې لري.

دا قانون د حمل په پينځه ویشتمه د ولسي جرګې لخوا تصویب او جمهوري ریاست ته د توشیح لپاره واستول شو.

جمهور رییس حامد کرزي دا قانون توشیح نکړ او د ځینو تعدیلاتو په راوستلو سره یې بیرته ولسي جرګې ته واستوی.

په همدې حال کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ملي شورا لخوا د دې قانون له تصویبیدو هرکلۍ وکړ او ټینګار یې وکړ چې دا قانون باید ژر تر ژره عملي شي.


د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دندو، صلاحیتونو او تشکیل قانون له میاشتو میاشتو راهیسي په ملي شورا کې تر بحث لاندي وو.

خو اوس د قانون له مخې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې یوه ګډه کمیټه باید یو ځلې بیا د قانون په هغو مواردو بحثونه پیل کړي چې دواړه جرګې پکې اختلاف لري او وروسته له هغې ولسمشر ته د توشیح لپاره لیږل کیږي.

جمهور رییس ویلي چې؛ دا قانون به د ملي شورا له خوا له تصویب وروسته توشیح کړي.
XS
SM
MD
LG