راپور: اسدالله "لودین"
په بګرام زندان کې اوس هم څه باندې دوه نیم زره کسان محکمو ته منتظر دي او تر اوسه یې برخه لیک نه دی ټاکل شوی.
دا ټول هغه کسان دي چې؛ افغان او نړېوالو ځواکونو د حکومت له وسله والو مخالفینو سره د اړیکو په تور نیولي دي.
د بګرام زندان مشر وایي، اوس د ټولو توقیف شوو افغانانو کنټرول او ساتنه د افغان حکومت په لاس کې ده او بهرنیان په کې هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي.
د بګرام زندان مسولین وایي، له کله نه چې افغان حکومت ته د دې زندان چارې په بشپړه توګه سپارل شوي، دوی دوه زره او یوسل او اوه نوي تنه توقیف شوي کسان خوشې کړي دي.
د پوځي پولیسو عمومي قومندان او د بګرام زندان مسول جنرال غلام فاروق وايي، دا مهال ټول افغان زندانیان د دوی تر کنټرول لاندې دي او بهرنیان یې په چارو کې هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي.
جنرال فاروق له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې په دې اړه وویل:
"د زندانیانو ساتنه، اعاشه او اباته او صحي چارې ټولې د افغانانو په لاس کې دي، د افغان په نوم یوتوقیفي هم له امریکایانو سره نشته، هرڅوک چې مجرم وو، خپله سزا ګالي او هغه څوک چې افغانستان، منطقې او نړېوالې ټولنې ته تهدید وپیژندل شي هغه هم یو مجرم دی، مونږ د خطرناک او غیر خطرناک په نوم توقیفي نه پیژنو، که چیرې مجرم وو، بندي به وي که نه خلاصیږي."
افغان حکومت ته د بګرام زندان د انتقال چارې د ۱۳۹۰ کال په حوت میاشت کې پيل او سږکال د حمل په پنځه نیټه بشپړې شوې.
د بګرام زندان مسولین په داسې حال کې د دې زندان په چارو کې د بهرنیانو مداخله ردوي، چې د دې زندان په دروازه کې ټول واک د امریکايي عسکرو په لاس کې دی.
موږ چې کله د چهارشنبې په ورځ له مسولینو سره د خبرولپاره بګرام زندان ته ولاړو، امریکايي عسکرو زمونږ کارتونه وکتل او له شااوخوا یوساعت طی مراحل کیدو وروسته یې د ننوتو اجازه راکړه.
افغان ځواکونه هم په دې دروازه کې ولاړ وو، خو هغوی یوازې د تلاشي چارې پر مخ بیولې او د بهرنیانو له مشورې پرته یې چاته اجازه نه ورکوله.
بګرام زندان چې اوس د پروان زندان په نوم یادیږي د امریکایانو په ترټولې لویې پوځي هډې بګرام کې موقعیت لري، چې اوس هم پکې څه باندې دوه زرو پنځه سوه کسان ساتل کیږي.
خو ددې زندان مسولین وایي، تورن کسان یوازې دغلته د توقیف شپې ورځې تیروي، خو کله یې چې محکمه په اړه پریکړه وکړي، بیا د حبس لپاره د کابل د څرخي پله زندان ته انتقالیږي.
د بګرام زندان مسول، جنرال غلام فاروق وایي، دوی په بګرام کې دوه محکمې لري خو کارکوونکي یې ټول افغانان دي:
"دوه محکمې ابتدایه او استیناف په بګرام کې دي، بهیر یې ډیر روښان، شفاف او معقول دی، هر توقیفي ځانته وکیل مدافع لري، کارکوونکي یې یعنې، څارنوال، قاضي، وکیل مدافع او هیئت ټول افغانان دي.
خارجیان په تحقیق او فیصله کې هیڅ لاس نه لري، پخوا یې هم نه درلود، دوی صرف د مشاور په توګه همکاري کوي، هغه هم کله چې غوښتنه ورڅخه وشي، عدلي ارګانونه مو بلکل مستقل دي."
نوموړی وایي، کله چې بهرنیان په وسله والو طالبانو پورې اړوند کسان نیسي، نو څلور ورځې وروسته یې دوی ته سپاري.
له دې وړاندې په بګرام کې توقیف شویو کسانو شکایتونه کړي وو، چې په کلونو کلونو یې دوسیې نه څیړل کیږي، خو دبګرام زندان مسولین وایي، چې دغه ستونزې اوس هوارې شوي دي.
ددې زندان مشر وایي، اوس یوازې د لسو میاشتو په موده کې د تورنو شویو کسانو محکمې ترسره کیږي او په همدې موده کې یې د حبس یا خوشې کیدو پریکړه کیږي.
ددې زندان مسولین توقیف شویو کسانو ته د شکنجې موجودیت هم ردوي، خو له دې وړاندې زندانیانو داسې شکایتونه کړي وو، چې په بګرام کې روحي شکنجه موجوده ده.