د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۳

د امنیتي سند په اړه د کابل او واشنګټن خبرې وځنډیدې


د افغانستان حکومت وایي چې؛ له امریکا سره یي د امنیتي سند په اړه د خبرو څلورم دور د ځینو اختلافاتو له امله ځنډولې دي.

د ملي امنیت شورا له په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، دغه خبرې چې په کابل کې روانې وي په دی خاطر ځنډول شوې چې؛ د سولې په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتونو په خبرو او عمل کې تناقض موجود دی.

د امریکا حکومت له امریکا سره خبرې په داسې حال کې ځنډوي چې؛ یوه ورځ مخکې د قطر په مرکز دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر رسما پرانیستل شو.

د دغه دفتر له پرانیستلو سره سم خبر ورکړل شو امریکا به په نژدې راتلونکي کې له طالبانو سره مستقیمي خبرې پیل کړي.

په دوحه کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو په اړه د امریکا ولسمشر بارک اوباما چې؛ د اتو سترو صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره شمالي ایرلند ته تللی، په څرګندونو کې وویل چې؛ دا په افغانستان کې د یوه سیاسي جوړ جاړی لپاره لومړنی ګام دی چې؛ له ستونزو به خالي هم نه وي.

افغان چارواکو هم ویلي چې؛ له طالبانو سره د خبرو لپاره به ډیر ژر یو هیت قطر ته واستوي.

دغه راز د سې شنبې په ورځ د افغانستان په څه باندې لس کلنه جګړه کې یوه مهمه ورځ وه چې؛ په دې هېواد کې د سخت دریځو وسله والو په وړاندې د پوځي عملیاتو مشري په بشپړه توګه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شوه.

د افغانستان حکومت په داسې یوه حساس وخت کې له امریکا سره د امنیتي سند په اړه خبرې ځنډوي، چې له یوی خوا د سولې د پروسې د ګړندي کیدو لپاره په قطر کې د طالبانو لپاره سیاسي دفتر پرانېستل کیږي او له بلې خوا هم افغان امنیتي ځواکونو ته له ناتو څخه د امنیتي چارو بشپړ مسولیت سپارل کیږي.
XS
SM
MD
LG