د افغانستان د ملي جنبش ګوند مرستیالانو او د رهبري هیات غړو د جوزجان د والي پر کور د عبدالرشید دوستم د وسله والو کسانو برید، وغنده او دا عمل یې د قانون خلاف وګاڼه.
په کابل کې د افغانستان د ملي جنبش رهبري هیات هم تاییدوي چې؛ د جوزجان د والي پر کور د جنرال عبدالرشید دوستم وسله والو کسانو حمله کړې ده.
دوی دا کار له قانون څخه څرګنده سرغړونه بولي.
د دې ګوند مرستیال اسمعیل منشي؛ چې په عین وخت کې یو د مشرانو جرګې غړی هم دی، د یاد ګوند د رهبری هیيت له یو شمېر نورو غړو سره یو ځای په کابل کې خبریالانو ته وویل، دا لومړی ځل نه دی چې د عبدالرشید دوستم وسله والو کسان په سیمه کې د ویرې او تره اچونې هڅې کوي بلکې له دې مخکې یې هم دا ډول هڅې کړي دي.
ښاغلي منشي په کابل کې خبریالانو وویل، دوستم غواړي په دې کار خلکو ته وښيي چې د هېواد نافذو قوانینو پروا هم نه لري:
"د عبدالرشید دوستم مربوط وسله وال کسان په دې هڅه کې دي چې؛ د جوزجان پر والي حمله وکړي، چې د والي د ساتونکي له خوا یې ممانعت کیږي.
په نتیجه کې یې شاوخوا شل دقیقې وسله واله نښته کیږي، موږ دا برید په کلکه سره غندو."
د افغانستان د ملي جنبش رهبري هیئت وویل، د عبدالرشید دوستم وسله والو کسانو د دوشنبې په ورځ غرمه مهال د جوزجان د والي کور محاصره کړی؛ چې په نتیجه کې یې د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ نښته شوې ده.
د جنبش دغه ډله چې؛ په کابل کې یې خبریالانو ته څرګندونې کولې، له جنرال دوستم څخه بیله شوې ده.
دوی ویل، څرنګه چې پیښه تازه ده د اوښتو زیانونو په هکله معلومات نه لري.
دوی دا هم وویل، له څه مودې راهیسي د دواړو لورو ترمنځ په یو لړ سیاسي او د هېواد په روانو حالاتو د نظر اختلاف موجود و، دا اختلاف دې حد ته ورسید چې؛ جنرال دوستم یې پر ضد وسله وال عمل وکړي.
بل خوا په جوزجان کې د جنبش د ګوند استازی کینجي کارګر رسنیو ته ویلي چې؛ جنرال دوستم غوښتل له والي سره له نږدې خبرې وکړې خو پر دې مساله د دواړو لورو د ساتونکو ترمنځ اختلاف او سوې تفاهم رامنځته شوی او وسله واله نښته ترې جوړه شوې ده.
راپورونه دا هم وایې؛ چې د والي د اړخ ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی، خو څو تنه بریدګر په کې ټپیان ښودل شوی دي.
چارواکی وایي امنیتي ځواکونه په سیمه کې ځای پرځای شوی څو د ګډوډیو مخه ونیسي.
راپور: خان محمد "سیند"