د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۸

فیضي: په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانېستل یوه پیچلې مساله ده


افغان حکومت وايي؛ په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانېستل یوه پیچلې مساله ده او دا پروسه ښايي نور وخت هم ونیسي.

د جمهوري ریاست ویاند له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ قطر ژمنه کړې ده؛ چې د افغانستان د سولې په پروسه کې به لازمه همکاري کوي.

ایمل فیضي وویل؛ چې ولسمشر کرزی او ورسره پلاوي یوازې له قطري مقاماتو سره غونډه کړې او په دوحه کې يې له میشتو طالب مشرانو سره نه دې کتلي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضي وايي؛ ولسمشر کرزي او د قطر امیر د دوشنبې په ورځ په دوحه کې وکتل او د افغانستان د سولې د پروسې په مختلفو اړخونو يې خبرې وکړې.

ښاغلي فیضي ازادۍ راډیو ته وویل؛ قطر ژمنه وکړه، چې د سولې په پروسه کې به له افغان حکومت سره لازمه او هر اړخیزه همکاري وکړي.

په دې اړه، چې ایا د ولسمشر کرزي او د قطري مشرانو ترمنځ په خبرو کې په دوحه د طالبانو لپاره د دفتر موضوع هم یاده شوه او ایا د دې دفتر د پرانېستل کیدو په مساله کوم پرمختګ شوی او که څنګه؟

افغان حکومت وايي، قطر ته د ولسمشر کرزي د سفر هدف په دوحه کې د امریکا او اسلامي نړۍ په کانفرانس کې ګډون او د دې هېواد له مشرانو سره په افغانستان کې د روانو حالاتو او د سولې په پروسه کې سلا مشورې کول وو.

د نوموړي په وینا د افغانستان جمهور رئیس او ورسره پلاوي يې په قطر کې د طالبانو له میشتو غړو او استازو سره کوم ډول تماس نه دی نیولی.

که څه هم چې قطر پخوا هم د افغانستان د سولې په بهیر کې د همکارۍ ژمنه کړې ده او ولسمشر کرزي دوه ځله دې هېواد سفر هم کړې خو تر دې دمه نه په دوحه کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانستل کیدو درک لګیږي او نه هم د افغانستان د سولې په پروسه کې د پام وړ کوم پرمختګ په ډاګه شوی دی.
XS
SM
MD
LG