د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۳

ولسمشر کرزی به ډیر ژر دوحې ته سفر وکړي


دا به په روان میلادي کال کې دوحې ته د جمهور رییس حامد کرزي دویم سفر وي، چې په کې د سولې د روانو هڅو په اړه خبرې وشي.

د جمهور رییس ویاند ایمل فیضي له ازادي راډیو سره په مرکې کې وویل؛ چې د دې سفر هدف د بروکنز بنسټ له خوا د امریکا او اسلامي نړۍ په نوم په جوړیدونکي یوه کنفرانس کې ګډون او وینا کول دي؛ خو د افغانستان د سولې د پروسې په اړه به هم له قطري چارواکو سره خبرې وشي.

ښاغلي فیضي وویل چې جمهور رییس کرزی به ددې سفر په څنډه کې د قطر له امیر او چارواکو سره هم د سولې د پروسې او ځینو نورو هغو مسایلو په اړه خبرې وکړې، چې په تیر سفر کې یې په اړه مذاکرات شوي و:

"د دې سفر په څنډه کې ټاکل شوې د هېواد جمهور رییس به له قطري چارواکو سره په خاصه توګه د قطر له امیر سره وګوري او د هغو مذاکراتو په دوام چې پخوا د افغانستان جمهور ریس په تیر سفر کې شوې وې، لکه د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا، د افغانستان د سولې پروسه ، ټاکل شوې په دې مسایلو هم کتنې وشي او له قطري چارواکو سره پرې خبرې وشي."

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا جمهور رییس به په دوحه کې د طالبانو له استازیو سره وګوري، ښاغلي فیضي وویل چې هلته ځینې کسان د طالبانو په استازیتوب شته خو د جمهور رییس د سفر هدف په یاد کنفرانس کې ګډون او له قطري چارواکو سره خبرې کول دي.

که څه هم د افغانستان او امریکا جمهور رییسانو موافقه کړې چې په دوحه کې به طالبانو ته دفتر پرانستل کیږي، خو ددې دفتر د څرنګوالي په اړه د اختلافاتو له وجې تراوسه دا دفتر رسماً نه دی پرانستل شوی .

طالبانو تل له افغان دولت سره خبرې کول رد کړي دی او وايي، له امریکا سره چې دوی یې د جګړې اصلي لوری بولي خبرو ته چمتو دي.

دا چې دوحې ته د ولسمشر دا سفر به د سولې لپاره څه نتیجه ولري، ښاغلي فیضي وویل چې د سولې مسله ساده نه ده او افغان دولت په دې برخه کې یوازې له طالبانو سره نه بلکې له دولتونو سره مخ ده:

"دا موضوع دومره ساده نه ده یعنې طالبانو د یوې خپلواکې ډلې په توګه مطرح نه دي بلکې افغانستان د سولې په پروسه کې له هیوادونو او دولتونو سره مخ دی، نو نشو وکولای چې له وخت مخکې ووایو چې ددې سفر په نتیجه کې به د افغانستان د سولې په اړه یو لوی ګام پورته شي، بلکې خو ویلای شو چې دا به د هغو هڅو په لړ کې چې د افغانستان حکومت یې کوي، یو بل ګام وي چې پورته به شي."

قطر ته د جمهور رییس دا سفر په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې حکومتي سرچینو د سولې د پروسې په اړه د امریکا په پالیسۍ انتقادونه کړي دي.

د حکومتي سرچینو له قوله داسې راپورونه ورکړل شول چې امریکا غواړي په دوحه کې طالبانو ته دفتر د یوه سفارت په بڼه پرانستل شي چې افغان حکومت له دارنګه یوه دفتر سره مخالف دی.

د افغانستان دولت وايي؛ چې په دوحه کې طالبانو ته د دفتر له پرانستلو سره په دې شرط موافق دي چې طالبان لومړی له افغان دولت سره خبرو ته حاضر شي او په دوحه کې یې دفتر کومه سیاسي نماینده ګي ونه اوسي.
XS
SM
MD
LG