د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

کاکړ: دیني علما دې سره یو موټی شي او خلک دې سولې ته وهڅوي


دیني علما باید د افغانستان په ټولو برخو کې سره یو موټي شي او د خپلو تبلیغاتو له لارې وسله وال مخالفین دې ته وهڅوي چې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

دا خبره د نور د ظرفیتونو د تعلیمي مرکز په نوم د یوې موسسې له خوا په جوړ شوي دوه ورځني ورکشاپ کې یو شمېر کورنیو او بهرنیو دیني علماو وکړه.

یو شمېر افغان او اندونیزیایي علماو د سولې په برخه کې د دیني علماوو رول مهم بولي او وایي چې ټول دیني علما باید خپلې شخصي ګټې یوې خواته پریږدي او د ملي ګټو په اړه فکر وکړي.

د نور د ظرفیتونو د پراختیایي مرکز له خوا د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په جوړ شوي دوه ورځني ورکشاپ کې د دې مرکز مشر او دیني عالم فضل غني کاکړ له ټولو دیني علماوو څخه وغوښتل؛ چې د افغانستان په ټولو برخو کې د تبلیغ له لارې وسله وال مخالفان سولې ته وهڅوي.

"البته علما په مستقیم ډول له خلکو سره تماس لري، په ځانګړي توګه هغو کسانو سره چې له زده کړې بې برخې وي او اقتصادي وضعیت یې ښه نه وي.

نو کله چې علما دوي ته په ښه لوري لارښوونه وکړي دا معلومه خبره ده چې هغوي یې مني.

نو علما د سولې د راوستولو او د اسلامي ورورولۍ په برخه کې ښه رول لرلای شي."


دا غونډه په داسې حال کې په کابل کې جوړیږي؛ چې په د ځینو ولایتونو په لرو پرتو سیمو کې یو شمېر دیني علما خلکو ته د حکومت پر ضد تبلیغات کوي، راپورونه وایي چې دا تر ډیره هغه علما دي چې د پاکستان په دیني مدرسو کې یې زده کړې کړي دي.

په همدې حال کې د اندونیزیا د العلما د نهضت مشر ډاکتر اسد علي چې؛ په یاده غونده کې یې ګډون کړي وو، د افغانستان له ټولو علماو څخه وغوښتل؛ چې په دې هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې لازمه همکاري وکړي:

"زموږ غوښتنه د افغانستان له ملت څخه دا ده؛ چې تاسې خپلې شخصي ګټې یوې خوا ته پریږدئ او راشئ د خپل هېواد د ملي ګټو په اړه فکر او مذاکره وکړﺉ حتما یوه د حل لار پیدا کېږي."

په دې دوه ورځني ورکشاپ کې لسګونو افغان او اندونیزیایي دیني علماوو ګډون کړی وو او دوی تر ډیره د سولې او ثبات په راوستو کې د دیني علماوو په مسوولیت او رول خبرې وکړې.

بل خوا ځیني څیړونکي په دې اند دي؛ چې د یوه هېواد په سوله او ثبات کې د دیني علماوو هڅې هغه وخت نتیجه ورکوي؛ چې دولت ورسره همکاري وکړي.

یو شمېر افغان څیړونکې وایي، چې د انتحاري حمله کوونکې په پاکستان کې روزل کېږي او د دې حملو پلانونه هم ترډیره په نوموړي هیواد کې جوړیږي.

د دوي په باور ترڅو چې د وسله والو مخالفانو د روزنې او تجهیز مرکزونه په پاکستان کې له منځه ولاړ نشي نو په افغانستان کې به د سولې او ثبات لپاره د دیني علماوو تبلیغ کومه مثبته نتیجه ورنه کړي.
XS
SM
MD
LG