د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

احمدزی: د کابل دروازه لوګره نه، بلکې خوست ده



نجیب الله الوخیل

افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د لیږد کمیسیون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي د خوست د خلکو او قومي مشرانو پراخې غونډې ته وویل، چې خوست د افغانستان دروازه ده او مرکزي حکومت یاد ارزښت ته په کتو د دې سیمې ټیکاو او امن ساتنې ته پوره پاملرنه لري، نوموړي په خپلو خبرو کې هغه اندیښنې بې ځایه وبللې، چې تر ۲۰۱۴کال وروسته به نړېواله ټولنه افغانستان ته شاه کړي.

د چهارشنبې په ورځ اشرف غني احمدزي سره خوست ته په سفر کې، چې د امنیتي وزارتونو لوړ پوړي پلاوي، په کابل کې د برتانيې لوی سفیر او د ناټو سازمان د ملکي برخې مشر ملتیا کوله، خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د قدرت د لیږد روان بهیر د ډاکټر نجیب د وخت د قدرت له لیږد سره په بشپړ ډول توپیر لري.

هغه چې د نړیوالې ټولنې په اوږدمهاله مرستو ډاډمن ښکاریده، په ځانګړي ډول يې د خوست د امن په ساتنه ټینګار وکړ:

"د کابل دروازه لوګر نه ده، د کابل دروازه ګردیز نه ده، د کابل دروازه خوست ده، که خوست ارامه وي، نو پلازمینه ارامه ده، که خوست خدای مکړه نا امنه وي نو پلازمینه ناارامه ده، په یاد مو دي هغه ورځ، چې خوست چور شو، څه وخت يې ونیو، چې کابل هم چور شو، خلک دې دا نه هیروو، چې د خدای فضل دی نن د خوست په ارزښت باندې پوهیږو او پوهیږو، چې د ټول افغانستان ثبات په خوست پورې تړلې ده، نو ځکه وایو چې په خوست باندې پانګونه پکار ده."

د خوست یو تن قومي مشر حاجي احمدګل په خپلو خبرو کې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د ترسره شویو پوځي او اقتصادي مرستو مننه وکړه او یو ځل بیايې غوښتنه وکړه، چې دا هیواد باید د بیا ځل لپاره د نړیوالو له پامه ونه لویږي:

"موږ په کامله مانا مرکز ته ډاډ ورکوو، چې په دې ځای کې کچیرې یو بهرنۍ سرتیری هم پاتې نشي، نو موږ به دا خوست او هیواد د سر په بیه ساتو، موږ له خارجیانو ډیره مننه کوو، له موږ او خوست سره يې په ډیر حساس وخت کې مرسته کړیده، دا مرستې به موږ هیڅکله هیرې نه کړو، خو یوه غوښتنه مو داده، چې کچیرې دوی له موږ څخه ځي هم، باید زموږ هیواد افغانستان هیر نه کړي، لکه څرنګه کمکونه چې يې کړي دي، همدا ډول ورته کمکونو ته يې سترګې په لاره یو."

خوست والي عبدالجبار نعیمي وویل، چې د دې سیمې خلک په ټولو ملي بهیرونو کې فعاله برخه اخلي، خو کچیرې یو شمیر هغو پروژو په عملي کیدنه کې مرکزي حکومت اقدام وکړي، چې له وړاندې پلان شوي نو د خلکو همکاري او پر نظام باور به نور هم پیاوړی شي:

"خوست خلک ماشاالله خپل امنیت هم ساتي، د خپلو ټاکنیزو حوزو امنیت هم ساتي، د خپلو امنیتي ارګانونو لکه پولیسو، ملي اردو او امنیت له وروڼو سره به څنګ په څنګ امنیت ساتي، دغې ملي پروسې ته به له هر چا وړاندې وردانګي، خو هغه وړاندیزو او غوښتنو ته چې زموږ دي کچیرې هغې ته مثبت ځواب ورکړل شي او زموږ هغه پلان شوې پرمختیايي پروژې پلي شي، نو زه فکر کوم چې خوست به د امن کور وي، د سولې کور به وي او د یووالي کور به وي."

د یادونې وړ ده، په خوست کې داسې مهال د امنیت د لاډاډمنیدو پر لارو چارو خبرې کیږي، چې پدې ولایت کې په نږدې ټولو ولسوالیو کې امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته لیږدول شوي او په ټولیزه توګه خلک له امنیتي تدابیرو او امنیتي حالاتو خوښ دي.
XS
SM
MD
LG