د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

د ترکيي حکومت له مظاهره کوونکو سره خبرې کوي


په ترکيې کې د چهارشنبې په ورځ د مظاهرو شپږمه ورځ شوه، مظاهره کوونکي صدراعظم رجب طيب اردووان تورنوي چې ورو ورو په غيرمذهبي ترکيې کې خپله اسلامي تګ لاره پلي کوي.

دغه مظاهرې چې له استانبوله پيل شوې، د ترکيې نورو ښارونو ته اوس خپرې شوې دي او حکومت د روغې جوړې هڅې پيل کړي.

په ترکيې کې د دې سربيره چې صدراعظم له مظاهره کوونکو سره د پوليسو د تشدد له امله بښنه غوښتې، تيره شپه هم د مظاهره کوونکو او پوليسو اخ وډب روان وو.

د استانبول له تقسيم چوکه د ازادي راډيو خبريال ګلين کاتس د چهارشنبې په ورځ وويل:

« له سهار راهيسې وضعيت ارامه دي. تيره شپه په زرګونو کسان دې چوک ته راغلل، داسې شعارونه يې ورکول، لکه، چيرته چې ترکيه ده، هلته مقاومت شته. د ترکيې مرستيال صدراعظم بلند ارنيچ د پرونۍ زياتې قويې د استعمال لپاره بښنه وغوښته او چوک له پوليسو خالي شوي، خو د واټونو لور ته له پوليسو سره چې تيره شپه يې اوښکي بهونکي ګاز استعمالاوه، شخړې روانې دي»

د ترکيې صدراعظم رجب طيب اردووان د افريقا د شمال د هيوادو په سفر د دوشنبې په ورځ روان شو او مظاهره کوونکي د هغه د استعفي غوښتنه کوي، د صدراعظم مرستيال بلند ارنيچ به ټاکل شوې ده، نن د تيرې جمعې د مظاهرو له تنظيمونکو سره خبرې وکړي. تيره جمعه په استانبول کې په يوه پارک کې د سوپرمارکيټ د جوړيدو پرضد مظاهره وشوه او بيا دا مظاهرې نورو ښارونو ته هم خپرې شوې.

له مظاهره کوونکو سره د غونډې پريکړه يوه ورځ وروسته تر دې وشوه چې بلند ارنيچ د اردووان په غياب کې د حکومت مشر شو.

بلند ارنيچ د چهارشنبې په ورځ په انقره کې خبرې غونډې ته وويل:

« دا سمه نه ده چې د هغو خلکو پرضد چې د چاپيريال د ساتنې لپاره اعتراض کوي، له ډيرې قويې کار واخيستل شي، له دې امله بښنه غواړم»

د تقسيم په چوک کې په زرګونو کسانو کمپ جوړ کړي دي، دوي اردووان تورنوي چې ديکتاتور دي. په دې چوک کې وړې وړې خيمې ښکارې چې درول شوې دي، هر لور ته خواړه ترسترګو کيږي او تر چوک ورها خوا شخړې روانې دي. نن له انقرې او ازمير ښارونو هم د مظاهرو خبر رارسيدلي.

د جمعې له ورځې راپه دې خوا چې مظاهرې پيل شوې دي، لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او په سلګونو نور ټپيان شوې دي.
XS
SM
MD
LG