د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

"افغان سوداګر خپل راتلونکې ته خوشبینه دي"


د افغانستان د سوداګری او صنایعو خونې په یوه ترسره کړې سروې کې په دې هېواد کې د اقتصاد په اوسني وضعیت کې د ځينو ستونزو له امله شکایت کړی دی.

په دې سروې کې چې شپږ میاشتې مخکې شوې، افغان سوداګرو په هېواد کې د ناامنیو د بریښنا او په مناسبو ځایونو کې د ځمکې د کموالی، په بېلابېلو حکومتي ادارو کې د فساد موجودیت او داسې نورو ستونزو له امله شکایت کړی دی.

د افغانستان د سوداګری او صنایعو خونې د دې سروې له مخې سره له دې چې افغان سوداګر په دې هیواد کې له اوسني اقتصادي وضعیت نه شکایت کوي خو راتلونکې ته دوی خوشبینه دي.

د دې خونې مشرمحمد قربان حقجو د چهارشنبې په ورځ د دوی له خوا د یوې سروې د نتایجو د خپرولو پر مهال وویل؛ چې افغان سوداګر تمه لري چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه شي.

ښاغلی حقجو وايي؛ چې افغان سوداګر په بېلابېلو برخوکې ډیرې ستونزې لري او لکه څنګه چې لازمه ده، دوی نشي کولای خپل فعالیتونه پرمخ بوځي:

(موږ چې د سروې پر مهال له ټولو هغو کسانو پوښتنې کولی نو هغوی له ګڼ شمیر جدي ستونزو لکه د نا امنی، بریښنا او ځمکې ته د هغوی نه لاس رسی، د قرضې نه شتون، په بیلابیلو حکومتي ادارو کې د فساد شتون او د مالیاتو راټولول هغه ستونزې دي چې دوی یې په هکله اندیښنه څرګندوله.

خو هغه څه چې مونږ حیران کړو، هغه دا وو چې له نیکه مرغه د سروې پر مهال پوښتل شوي کسان د افغانستان د راتلونکې په هکله خوشبینه وو.

دوی د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ډیر هیله مند ښکاریدل).

قربان حقجو وایي خلک ځکه د هیواد د راتلونکي اقتصادي وضعیت په هکله خوشبینه دي چې پدې وروستیو کې حکومت په اقتصادي برخه کې اصلاحات رامنځ ته کړي او سوداګرو سره یې د هغوی د ستونزو په حل د پام وړ ژمنې کړي دي.

د سوداګری او صنایعو خونې شپږ میاشتې مخکې د هیواد د اقتصادي وضعیت د معلومولو لپاره یوه سروې کړې او د د خونې د مسوولنیو په خبره ورسته تر دې به دغه سروې په هرو دریو میاشتو کې یو ځل ترسره شي.

پدې سروې کې د هیواد د اقتصادي وضعیت د معلومولو لپاره له نهه سوه هغو کسانو نه پوښتنې شوي چې یا د خپلو شرکتونو مشران او یا هم مدیران دي.

د قربان حقجو په خبره د سروې پر مهال یو شمیر سوداګرو په هیواد کې د نا امنیو،د برښنا او اړتیا وړ ځمکو کموالی په بیلابیلو حکومتي ادارو کې د فساد موجودیت او ځینو نورو ستونزو له امله شکایت کاوه.

قربان حقجو وایي له سروې وروسته حکومت ژمنه ورسره کړې وه چې د دوی ټولې ستونزې به حل کړي، خو په خبره یې په تیرو شپږو میاشتو کې حکومت په دې برخه کې لازم اقدامات نه دي کړي.

خو د مالیې وزارت سلاکار نجیب منلي آزادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل چې دې وزارت د خصوصي سکتور د ستونزو د حل په په اړه یوه طرح جوړه کړې او ډیر ژر به د وزیرانو شورا لخوا تصویب او عملي شي.

یو شمیر کتونکي او عام افغانان ۲۰۱۴ میلادي ته اندیښمن ښکاري ځکه د دوی په خبره ښايي له دې هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دافغانستان اقتصادي وضعیت هم خراب شي.

خو افغان حکومت بیا دا ټولې اندیښنې بی ځایه بولي او وایي چې افغانستان به له ۲۰۱۴ کال وروسته له اقتصادي ستونزو سره مخ نشي.

دا اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د سه شنبې په ورځ د قطر د سوداګرو یو پلاوي په بیلابیلو اقتصادي برخوکې په افغانستان کې د پانګه اچولو ژمنه وکړه.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG