د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۶

ملګري ملتونه: په سوریې کې کیمیاوي وسلې استعمال شوي


ملګرو ملتو په سوریې کې د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه خپل رپوټ خپور کړ.

د مارچ او اپریل په میاشتو کې په سوریې کې د کیمیاوي وسلو د استعمال د خبرونو تر خپریدو وروسته امریکا وویل، که دا ثابته شي، نو دا کار له سرې کرښې اوښتل دي.


ملګرو ملتو د تیرو څلورو میاشتو په موده کې په سوریې کې له عیني شاهدانو، روغتیایي کارکوونکو او د قربانیانو له خپلو خپلوانو سره د خبرو پر بنسټ خپل رپوټ چمتو کړی دی.

ملګرو ملتو په سوریې کې له خپلې څیړنې وروسته څرګنده کړه؛ چې په دغه هیواد کې څه کیمیاوي وسله استعمال شوې ده.

خو ملګري ملتونه په خپل رپوټ کې څرګندوي چې په دې برخه کې نورو تحقیقاتو ته اړتیا شته، څو دا معلومه کړي چې له څه ډول کیمیاوي وسلې کار اخیستل شوی او چا استعمال کړې ده.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فبیاس د رپوټ تر خپریدو وروسته وویل، فرانسه په دې باور ده چې د سوریې په ځینو محدودو سیمو کې څو ځله د سارین له ګازو کار اخیستل شوی دی. فبیاس زیاته کړه، په فرانسې کې د هغو بیلابیلو بیلګو معاینات وشول، چې له سوریې راوړل شوې وو او دغه څیړنې دا تاییدوي چې په سوریې کې سارین ګاز استعمال شوی.

د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر تر خبرو وروسته د سپیني ماڼۍ ویاند جي کارني وویل:

«د فرانسې رپوټ چې وایي، نور کار ته اړتیا شته څو معلومه شي چې څوک د سارین د استعمال مسووله دي، د دې ګازو اندازه څومره ده او د دې شاوخوا نور توضیحات پکار دي»

د ملګرو ملتو په رپوټ کې چې پرون خپور شو، ویل شوې دي چې جنګي جرمونه او د بشرضد جرمونه اوس هره ورځ په سوریې کې ترسره کیږي.

په سوریې کې د کیمیاوي وسلو د پلټنې لپاره د ملګرو ملتو د کمسیون مشر پاولو پینیرو د دوشبنې په ورځ د رپوټ تر خپریدو مخکې په جینوا کې یو شمیر هغه پیښې یادې کړې چې مسوولیت یې د بشار الاسد د ځواکونو په غاړه دی:

«حکومتي ځواکونو، لکه تاسو چې په رپوټ کې وینئ او د هغوی ملاتړو وسله والو خلک وژلي، ځورولي، بدلمني یې اړولې، په زوره یې خلک په یوځای کې ایسار کړي، خلک یې په زوره له خپلو سیمو شړلي او داسې نور بشري ضد کارونه یې ترسره کړي»

پینیرو زیاته کړه چې یاغیانو هم په سوریې کې وحشي کارونه ترسره کړې دي:

«حکومت ضد وسله والو ډلو هم جنګي جرمونه کړې دي، دوی خلک وژلي، د قانوني مراحلو له ترسره کولو پرته یې خلک اعدام کړي، ځورولي، رشوت یې اخیستی، په زوره یې خلک لوټلي»

د ملګرو ملتو په کمسیون کې تر شلو ډیر تحقیق کوونکي وو، دوی د هغو څلورو احتمالي کیمیاوي بریدونو تحقیقات وکړل چې رپوټ ورکړل شو چې د مارچ او اپریل په میاشتو کې شوي وو.
XS
SM
MD
LG