افغان چارواکي وایي، د قطر سوداګرو په افغانستان کې د پانګوني لپاره لېوالتیا ښوولې ده.
د قطر د سوداګرو یو پلاوی چې کابل ته راغلی، د سې شنبې په ورځ یې د کابل ـ دوحې د پانګوالو په ګډه غونډه کې په افغانستان کې په بیلابیلو برخو کې د پانګونې ډاډ ورکړ.
افغان چارواکو د قطر له سوداګریز پلاوي سره دوه تړونونه لاسلیک کړل؛ چې له مخې به یې قطري سوداګر په ښاري پراختیا او نورو برخو کې پانګه اچونه کوي.
د قطري سوداګرو دغه پلاوی چې په افغانستان کې د پانګونې د امکاناتو د ارزونې لپاره کابل ته راغلی، په ساختماني، کانونو، بانکدارۍ، کرنې او ځینو نورو برخو کې هم له پانګې اچونې سره لېوالتیا ښوولې.
د افغانستان د پانګي اچوونې د ملاتړ ادارې چارواکو د سې شنبې په ورځ د کابل ـ دوحې د پانګوالو په ګډه غونډه کې وویل؛ په افغانستان کې د پانګې اچوونې ښه امکانات برابر دي او دوی به کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته نورې اسانتیاوې هم برابري کړي.
د دې ادارې رییس وفي الله افتخار د قطري سوداګرو پانګونه د افغانستان د سوداګرۍ او اقتصاد په ګټه بولي او هیله لري، چې قطري سوداګر به پانګه اچونه پيل کړي.
"یو تړون د قطري شرکت او د افغانستان د ښارجوړنې وزارت ترمنځ لاسلیک شو، چې د نوي ښارګوټو جوړونه په کې شامله ده.
بل تړون ددې پلاوي او ایسا ترمنځ لاسلیک شو، چې هغه زموږ او د دوی ترمنځ د ښې همږغۍ او امکاناتو برابرول دي، موږ هیله لرو، چې قطري سوداګر به دلته په میلیونونو ډالره پانګونه وکړي."
د افغانستان د کانونو وزیر وحیدالله شهراني په دې غونډه کې له قطري پانګوالو وغوښتل؛ چې د کانونو په برخه کې پانګونې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
وحیدالله شهراني وویل، که څه هم د کانونو په برخه کې ځیني ګواښونه موجود دي؛ خو افغان حکومت دا مسوولیت لري، چې پانګوالو ته اسانتیاوي برابري کړي.
د قطرد سوداګرو اته کسیزه پلاوي چې د ولسمشر کرزي په بلنه کابل ته راغلی؛ په افغانستان کې د پانګې اچوونې ډاډ ورکوي.
د قطري پانګوالو د پلاوي مشر شیخ فیصل بن قاسم الثاني وویل، د دواړو هېوادونو د سوداګرو اړیکې به د افغانستان او قطر پر ښو اړیکو هم اغېز ولري.
"موږ به د افغانستان د بشپړي ښې راتلوونکې لپاره هڅي وکړو او پر دې فکر کوو، چې په دې هېواد کې د پانګونې چارې څنګه پراخې کړو. موږ په راتلوونکې کې د خپلې ډېرې همکاري ډاډ درکوو."
د راپورنو له مخې دا لومړی وار دی، چې د قطر پانګوال او سوداګر په افغانستان کې پانګې اچوونې ته لېوالتیا ښيي.
که څه هم افغان حکومت تر دې مخکې ویلي، چې په دې هیواد کې د پانګې اچوونې ښه اسانتیاوي شته، خو کورني او بهرني سوداګر او پانګوال بیا له دې حکومته غواړي، چې د دوی د امنیت ساتلو ته یې لومړیتوب ورکړي.
قطر په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې په پروسې کې هم فعاله شوی دی.
ټاکل شوې وه چې، په دې هېواد کې طالبانو ته یو دفتر پرانستل شي؛ خو تراوسه رسماً ددې دفتر د پرانستلو په اړه د ښکیلو خواوو ترمنځ موافقه نه ده راغلې.
راپور: معصوم میوند