د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۸

د ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ریل پټلۍ د جوړولو کار پیلیږي


ټاکل شوې ده؛ چې د ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ریل د کرښې د جوړولو کار سبا ته په رسمي توګه پیل شي.

تمه ده؛ چې د درې واړو هېوادونو مشران په هغو مراسمو کې چې په همدې اړه د ترکمنستان په لیباپ سیمه کې جوړیږي، ګډون وکړي.

د ریل د دې کرښې د جوړولو موافقه د ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان مشرانو د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې لاسلیک کړه.

ټاکل شوې ده؛ چې سبا ته په ترکمنستان کې د دې هېواد، افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ریل د کرښې د جوړولو کار رسماً پیل شي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مریدوف ویلي؛ چې د درې واړو هېوادونو ولسمشران به د ریل د دغې کرښې د جوړیدو د پیل په مراسمو کې چې د ترکمنستان په لیباپ سیمه کې برابریږي، ګډون وکړي.

انترفاکس خبري اژانس د ترکمن مقاماتو په حواله وايي؛ د ریل دا کرښه به شاوخوا څلور سوه کیلو متره اوږده وي؛ چې د ترکمنستان له اطا مراد نظر څخه پیل، د افغانستان کندز ولایت شیر خان بندر او بیا د تاجکستان پایان دژ سیمې پورې رسیږي.

له دې وړاندې د تیرې مارچ میاشت په شلمه نیټه د درې واړو هېوادونو ترمنځ د ریل د دې کرښې د جوړولو موافقتنامه د ولسمشر حامد کرزي، ترکمن ولسمشر قربان ګلي بردي محمدوف او د تاجکستان د جمهور رئیس امام علي رحمان ترمنځ لاسلیک شوې وه.

افغانستان تر ۲۰۱۰ م کال پورې د نړۍ له هغو کم شمېر هېوادونو له ډلې څخه وو؛ چې د ریل کرښه يې نه درلوده خو په ۲۰۱۱ کال کې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د ریل پینځه اویا کلیومتره اوږده کرښه جوړه او په همدې کال کې ترې ګټه اخستل پیل شول.

د افغانستان لپاره ترکمنستان د تاپي په نامه د ګاز د لیږد د نل لیکي پروژه هم لري چې د افغانستان له لارې به د ترکمنستان ګاز پاکستان او هند ته انتقالیږي.
XS
SM
MD
LG