کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې ایران ته د طالبانو د تللي پلاوی په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
ویسا:
ویسا خپلواکه ورځپاڼه د فارس خبري اژانس څخه په نکل لیکي؛ د طالبانو د سیاسي مشرانو په دې پلاوي کې د طالبانو د قطر دفتر غړي هم شامل دي؛ چې مشري یې طیب اغا کوي.
ورځپاڼه وړاندې لیکلي، دغه پلاوي په تهران کې د ایران له امنیتي چارواکو سره کتلي دی.
یادې ورځپانې د سولې د عالي شوری د نړېوالو اړیکو مسوول حبیب الله پوځي له خولې لیکلي؛ که څه هم موږ د طالبانو د پلاوي له دغه سفر رسماً خبرنه یو؛ خو دا کار د طالبانو لپاره له نوروهېوادونو سره د هغوی د اړیکو د ټینګیدو لپاره یو عادي کار ګڼو.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼې لیکلي ایران ته په تللي پلاوي کې د طالبانو پخوانی وزیر حمدالله نعماني او د وردګو پخوانی والي شمس الدین پهلوان هم شامل دي.
خدمتګار:
خدمتګار ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې لیکلي؛ د افغان طالبانو او پاکستان اړیکې خرابې شوي.
خدمتګار لیکي، ایران ته د طالبانو تللي پلاوي د ایران له پوځي چارواکو سره خبرې کړې دي.
همدې ورځپاڼې د سیاسي چارو د کارپوه مطیع الله خروټي خبرې رانقل کړې؛ چې ویلي یې دي، "ای. اېس. ای" له افغان طالبانو داسې غوښتنې لري؛ چې د افغانستان د ملي ګټو خلاف دي او له همدې امله د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابې شوې دي.
د خدمتګار په سرمقاله کې راغلي، پاکستان د هغو طالب قوماندانانو دواک د کمزوري کولو هڅې پیل کړي چې؛ د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته جګړه نه غواړي او یا له افغان دولت سره سولې ته تمایل لري.
د سرمقاله لیکونکي د معلوماتو له مخې هغه پاکستانۍ استخباراتي شبکې لاس په کار شوي دي؛ چې د طالبانو کارونه تنظیموي او دوی ته ویل شوي؛ چې د طالبانو د درېیم نسل د رامنځ ته کولو لپاره مټې راونغاړي.
د خدمتګار د سرمقاله لیکوونکي په اند، ایران ته د طالبانو د سفرهدف دا ده چې د پاکستان لپاره بدیل پیدا کړي او مجبور نه وي چې؛ د پاکستان د هرې غوښتنې په وړاندې سرټیټ کړي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي، پر دې سربېره "ای. اېس. ای" هڅه پیل کړې چې؛ په افغان دولت کې یوشمېر مبتذل چارواکي او پخوانۍ جګړه مارې ډلې خپلې کړي او د افغان دولت د کمزوري کولو، ړنګولو او د لوبې د درېیم پړاو د پیلولو لپاره کار ځنې واخلي.
د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې تېر ته په کتو سره پاکستان د لوبې درېیم پړاو هم لري چې؛ هماغه د واک په سر خپلمنځي جګړې دي.
د خدمتګار د ورځپاڼې د سرمقالې په پای کې راغلي؛ دا په داسې حال کې ده چې؛ افغان چارواکي په راتلونکي دولت کې د خپلې بقا د ډاډمنولو په لټه کې دي او د دولت د مخالفانو او پاکستان د نوې لوبې ګواښ ته متوجې نه دي.
چمتو کوونکی: رحمت الله افغان