د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۲

"د ملي اجماع په نوم باید د خلکو له احساساتو سره لوبې ونه شي"


د افغان حکومت ځینې مخالف سیاسي ګوندونه ټینګار کوي چې د جمهوری ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه له ملي اجماع نه په ګټې اخیستنې سره د خلکو له احساساتو سره لوبې ونه شي.

په راتلونکي کال کې د جمهوري ریاست لپاره د رڼو انتخاباتو په خاطر د افغان حکومت له هڅو سره سره ځینې مخالف سیاسي ګوندونه اوس هم په دې برخه کې اندیښنې لري.

د دغو ګوندونو مشران ټینګار لري چې؛ د خلکو د ارادې په اساس، شفافه او عادلانه انتخابات به د افغانستان اوسنۍ ستونزې له منځه یوسي.

په ولسي جرګه کې د خلکو استازی او د ملي اییتلاف د رهبرۍ د هیات غړی محمد یونس قانوني خبرداری ورکوي چې؛ د ملي اجماع د نوم په اخیستلو سره باید د خلکو له احساساتو سره لوبې ونه شي.

"بحث دا دی چې له اجماع نه زموږ تعریف څه دی؛ که اجماع په دې معنی وي چې زموږ محترم حاکم ټیم؛ مشخص کاندیدان په ګوته کړي او بیا له هغوی څخه د ملاتړ لپاره زموږ خلکو ته بلنه ورکړي؛ دا اجماع نه ده، دا د افغانستان د خلکو د ارادې اخیستل دي."

ښاغلي قانوني دا خبرې هغې غونډې ته وکړې چې؛ د جنرال داوود داوود او جنرال شاه جهان نوري د وژل کېدو د دویمې کلیزې په مناسبت د شنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر کرزي تېره پنجشنه د کلیو د پراختیايي شوراګانو په غونډه کې ټینګار وکړ چې؛ د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته دې د ملي اجماع له لارې دوه تر درې تنه ودریږي:

"ښه به دا وي چې موږ د افغانستان د خلکو د ملي اجماع له لارې یو دوه کاندیدان راوباسو. تاسو ټول په کلیو او ښارونو کې په مشوره مشوره یو دوه درې کاندیدان را مخې ته کړﺉ."

ښاغلي کرزي یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې، د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات به هرو مرو کیږي.

خو داسې ښکاري چې د افغان چارواکو دغو ژمنو تر اوسه هم د افغان حکومت د سیاسي مخالفو ګوندونو د مشرانو قناعت نه دی ترلاسه کړی.

یادې غونډې ته په وینا کې د ملي اییتلاف مشر ډاکټرعبدالله عبدالله له حکومت څخه وغوښتل چې؛ په دې برخه کې ستونزه جوړه نه کړي او پرې دې ږدي چې انتخابات له درغلیو پرته وشي.

"بیا هم د افغانستان موجودې ادارې ته وینا کوم، مهرباني وکړﺉ، بحران رامنځ ته نه کړﺉ، د انتخاباتو بدیل هیڅ کومه بهانه نشي کیدای. ټول دې ژمنه وکړي چې اجازه به نه ورکوو، چې په انتخاباتو کې درغلي وشي او پرې به نه ږدو چې هغه پراخې درغلۍ تکرار شي چې په تیرو انتخاباتو کې زموږ خلکو ولیدلې."

د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو راتلونکو انتخاباتو ته شاوخوا لس میاشتې پاتې دي.

د افغان حکومت د مخالفو سیاسي ګوندونو مشرانو له ټولو افغانانو وغوښتل چې؛ په دغو انتخاباتو کې په پراخه کچه په خپل ګډون سره د خپل هیواد په برخلیک ټاکلو کې ونډه واخلي.

راپور: صفي الله ستانکزی
XS
SM
MD
LG