د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، څه کم میاشت کیږي چې، د حکومت ځینې وزیران د دوی پر وړاندې بې پروا شوی دی.
دوی د شنبی په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل؛ له کومې ورځې راهیسې چې د کورنیو چارو او مالیې وزیرانو د جرګې یوشمېر غړي په فساد، قاچاق او غیرقانوني کارونو تورن کړي دي؛ له هماغې ورځې راهیسې اکثره وزیران د جرګې د غړو رسمي ټلفونونه هم نه ځوابوي.
دوی وایي، د وزیرانو او ولسي جرګې ترمنځ دغه واټن د دوی قانوني فعالیتونه ټکنی کړی دی.
د ولسي جرګې غړی حاجي صالح محمد وویل:
"د ولسي جرګې کمیسیونونه ضرورت لري چې؛ د وزارتونو پلانونه، پروګرامونه، فعالیتونه او داسې نور پرمختګونه وڅاري، وزیران باید کمیسیونونو ته راشي او راپور ورکړي که دا ستونزه نوره هم اوږده شي. نتایج به یې ښه نه وي."
څه باندې درې اوونۍ مخکی د کورنیو چارو وزیر د ولسي جرګې د ځینوغړو په هکله ویلی چې؛ د افرادو او شخاصو په مقرریو کې پر وزارت فشار راوړي.
د کورنیو وزیر دا هم ویلي، چې د ولسي جرګې د غړو شاوخوا یوزره پنځه سوه غریضې یې ساتلي چې په ټولو کې د ځانګړو افرادو مقررۍ، تبدیلۍ او داسې نورې غوښتنې شاملې دي.
له دې وروسته د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال د جرګې په استیضاحیه غونډه کې د ولسي جرګې شپږ غړي په قاچاق، فساد او غیرقانوني کارونو تورن کړي دي.
د دې تورونو پر وړاندې د جرګې ځینو غړو غبرګون ښودلی او په کلکه یې غوښتي چې یاد وزیران دې خپلې ادعا ګانې په شواهدو او اسنادو ثابتې کړي.
د شنبې په ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د دې جرګې مرستیال میرویس یاسیني هم وویل چې؛ پر حکومت د ملي شورا د څارنې رول کمزوری شوی او دا مساله باید جدي تعقیب شي:
"موږ باید په دې جدي خبرې وکړو، وزیران د جرګې د اداري پلاوي رسمي تلفونونو ته هم ځواب نه وایي، دا د جرګې سپکاوی دی او جرګې باید خپل ځای او عزت وساتي."
ازادي راډیوهڅه وکړه چې، په دې هکله د حکومتي چارواکي نظر هم ولري؛ خو مربوطو چارواکو، سره له دې چې د ازادي راډیو پوښتنه واخیسته خو ځواب یې ورنه کړ.
دا لومړی ځل نه دی چې، د جرګې غړي او وزیران یو له بله شکایت کوي بلکه له دې مخکې هم په ځینو مواردو کې وزیرانو له وکیلانو او وکیلانو له وزیرانو شکایتونه کړي چې؛ د جرګې ډېر وخت پرې ضایع شوی دی.
راپور:خان محمد سیند