کابل چاپ یوشمېر ورځپاڼو د شنبې د ورځې په ګڼو کې د ولسمشر حامد کرزي د وروستیو څرګندونو په اړه لیکنې او تبصیرې کړې دي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره د لسمشر کرزي له خولې لیکلي؛ که په هېواد کې سوله ټینګه نه شي، له امریکا سره امنیتي تړون نه لاسلیکوو.
همدې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي؛ د افغانانو ګټه په یوه داسې تړون کې ولې له پامه ولوېږي، چې یوه لوی ځواک ته په خپله خاوره کې د پوځي اډو اجازه ورکوي.
لیکوال پوښتنه کړې که زموږ د ولس وقار، حیثیت، خپلواکي، ملي حاکمیت او امنیت ورسره تضمین نه وي داسې تړون به د ګندمک او ډیورنډ له استعماري تپل شویو تړونونو څه توپیر ولري؟
د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي، ولسمشر حامد کرزی دې له وسه وسه هڅه وکړي چې؛ د کوم ذلیل تړون یا سند تور داغ په خپل تندی ونه خوري.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي؛ سره له دې چې له وړاندې په دې اړه شک و چې؛ امریکا به له افغانستان سره کړې ژمنې عملي کړي؛ خو دا مساله هغه وخت لاروښانه شوه چې؛ د ستراتیژیک تړون له لاسلیک اوږده موده تېره شوه او افغانستان له نوو او سختو ستونزو سره مخ شو.
لیکوال لیکي، دا ځل داسې ښکاري چې؛ ولسمشر مخکې له مخکې ځیني شرطونه لري؛ نوموړي د پنجشنبې ورځې غونډه ته په خپلو خبرو کې په ښکاره مخکني شرطونه یاد کړل.
لیکوال د ولسمشر شروطونه راخیستي چې؛ کرزي ویلي وو، ترهرڅه وړاندې د سولې د پروسې بریالیتوب دی؛ چې که امریکا وغواړي له شک پرته چې په کم وخت کې به د افغانستان جګړه ختمه شي، دغه راز دافغان دولت پیاوړتیا او د افغان امنیتي ځواکونو تجیهزول هم د امریکا لپاره اسانه او زموږ لپاره اساسي مسایل دي.
د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې؛ افغانان باید خپل دغه وروستی چانس له لاسه ورنه کړي او د امنیتي تړون له لاسلیک وړاندې باید مهمې ستونزې حل شي.
خدمتګار:
ختدمتګار ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي؛ "طالبان او پاکستان د افغان ولس د سولې له لېوالتیا ناوړه ګټه پورته کوي".
په سرمقاله کې راغلي، که پاکستان او طالبان په دې تمه وي چې؛ افغان دولت او افغان ولس به دغه تېروتنه بیا تکرار کړي؛ نو دا دوي په خپله اغفال شوي او لویه تېروتنه کوي.
د لیکوال په اند که چېرې طالبان او پاکستان د افغانستان پرضد له خپلې جګړې په شانه شی اوسولې ته غاړه کېنږدي؛ نو د افغان دولت لپاره به هم استلزامي نه وي چې؛ د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره پر هغوی فشار راوړي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې؛ په تاریخي پراړو کې مهمې مسالې څرنګه تحقق مومي؟
د لیکوال په باور، امریکا باید لومړی په افغانستان کې سوله او امن راولي؛ نظام پیاوړی کړي او پردۍ لاسوهنې بندې کړي نو بیا له امریکا او ناټو سره تړون لاسلیکیږي.
د مقالې په پای کې راغلي د امریکا په مشرۍ نړیواله ټولنه په دې برخه کې صادقانه مرستې وکړي او هر هغه کړۍ او حکومتونه منع کړي، چې په افغانستان کې یې د دغو هیلو او غوښتنو د مخنیوي لپاره جګړه روانه ساتلې ده.
چمتو کوونکی: رحمت الله افغان