د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۸

"له هنده د ولسمشر کرزي د وسلو غوښتنه او د پاکستان اندېښنې"


د لويديځو څو معتبره ورځپاڼو هند ته د ولسمشرحامد کرزي د روانې اونۍ پر سفر ليکنې کړې دي.

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز ليکي، هند ته د حامد کرزي پر سفر د چين د صدراعظم سفر سيوري وغوړاوه؛ ځکه چې لي کيقينګ د سې شنبې په ورځ له هنده پاکستان ته ولاړ او د هغه له تګه وروسته افغان ولسمشر د هند له صدراعظم سره وليدل.

انډپنډنټ:

د لويديځ بلې ورځپاڼې انډپنډنټ بيا له هنده د حامد کرزي د وسلو دغوښتنې مسالې ته اشاره کړې او ليکي چې، کرزي پوهيږي چې دا کار پاکستان ته څومره انديښنه پيدا کوي او پاکستان له طالبانو سره د کابل د سولې په خبرو کې ډير مهم نقش لرلي شي.

سټراټفور کامنټري:

يوه بله چاپي خپرونه سټراټفور کامنټري بيا د سولې په خبرو کې د پاکستان تر ونډې پورې ليکي؛ چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې کابل اسلام اباد ته د يو مهم لوبغاړي په سترګه ګوري، خو پاکستان په خپله په داسې وضعيت کې نه دي، چې مرسته دې وکړای شي، ځکه چې يو خو پاکستان له خپلو طالبانو سره په ستونزو اخته دي او د دې له امله چې پاکستان له يوه پراخ سياسي انتقال سره مخامخ دي، نو مساله نوره هم پيچلې شوې ده.

د سټراټفور کامنټري په وينا د پاکستان منتخب صدراعظم نواز شريف ويلې دي چې؛ حکومت به يې له طالبانو سره د سولې خبرې مخته يوسي، څو جګړه پاي ته ورسيږي، خو نواز شريف به نړيوالو ته سترګې نيولې وي چې مرسته ورسره وکړي، څو د پاکستان اقتصاد احياء شي.

د سټراټفور کامنټري په باور اسلام اباد په اقتصادي برخه کې پر چين ډيره تکيه کوي، کابل بيا د خپل امنيت لپاره اسلام اباد ته سترګې په لاره دي.

د خپرونې په باور، چين له پاکستان سره دومره مرسته نه شي کولی چې؛ د دغه هېواد ستونزې هوارې شي او بيا له افغانستان سره اسلام اباد مرسته وکړي.

سټراټفور کامنټري په يوې بلې مقالې کې د افغانستان شمال ته مخه کړې ده او د افغانستان، تاجکستان د سرحد پر اهميت يې ليکنه کړې ده.

د خپرونې په باور له افغانستانه په دوه زره څوارلسم کال کې د بهرنيو ځواکونو د وتلو مسالې د دغه سرحد اهميت له امنيتي او سياسي اړخه زيات کړي دي.

روانه اونۍ په کابل کې د روسيې سفير وويل، هېواد يې د افغانستان- تاجکستان تر منځ په سرحد کې د خپلو ځواکونو د ځای پرځاي کيدو مساله څيړي.

سټراټفور کامنټري وړاندې ليکي، د دې سرحد له لارې منځۍ اسيا او روسيې ته د بې امنيو د پراخيدو مخه اسانه هم نه شي نيول کيدای.

خو خپرونه ليکي، چې له افغانستانه به د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سم د افغانستان او تاجکستان په سرحدي سيمو کې شخړې پيل نه شي. ځکه چې اول خو امريکا يو مخ يو امنيتي خلا نه ايجادوي او ولسشمر کرزي هم ويلي دي، چې امريکا تر دوه زره څوارلسم کال وروسته له افغانستانه د نهو پوځي اډو غوښتنه کړې ده.

بل لور ته په افغانستان کې د واک د ساتنې لپاره د يوې مبارزې د موجوديت تصور کيداي شي. خپرونه ليکي، د شخړو د مخنوي لپاره به د افغانستان- تاجکستان د سرحد په پرتله ډيره پاملرنه د افغانستان جنوبي سيمو ته وشي، ځکه چې په دې سيمو کې طالبان پټ شوې دي او ګرانه ده چې په دې سرحد کې ګزمه وشي.
XS
SM
MD
LG