په پکتيا کې لا هم ډېر داسې ښوونځي شته چې سرپنا نه لري، خو يوازې دا ستونزه نه ده، د دې ولايت په لرو پرتو سيمو کې د ښوونځيو ښوونکي او زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو د دې ټولو ستونزو د پټولو په خاطر پوهنې رياست د لرو پرتو سيمو په ښوونځيو کې په ژورنالېستانو د عکس او وېډيو اخيستو بنديز لګولی دی.
دا د پکتيا مرکز ګردېز په څو کيلومترۍ کې پرتې ولسوالۍ سېدکرم د قوندرخېلو ښوونځي د زده کوونکو غږونه وو چې ويل يې د ښوونځي له پاره ودانۍ څه چې خېمې هم نه لري.
دوی شکايت کاوه چې کله د اوبو او باران له وجې او کله هم د زياتې ګرمۍ له امله ښوونځي ته نه ځي، يوازې د دې ولسوالۍ د ياد ښوونځي زده کوونکي د تعمير له نشتوالي سر نه ټکوي د پکتيا د ډېرو لرو پرتو سيمو د بې سرپنا ښوونځيو ښوونکي او زده کوونکي د پوهنې رياست له نه پاملرنې ستړې شوي دي وايي د معارف رياست ورته په وارونو، وارونو مکتوبونه استولي چې د ښوونځيو په احاطو کې دې خبريالانو ته د عکس او وېډيو اخيستو او له چا سره د خبرو اجازه نه ورکوي.
دوی وايي د معارف رياست له خوا په ور لېږل شويو مکتوبونو کې ليکل شوي دي چې پرته د معارف رياست له رسمي اجازه ليکه ژورنالېستان حق نه لري چې د لرو پرتو سيمو د ښوونځيو څخه ليدنه وکړي.
د سېدکرم ولسوالۍ د قوندرخېلو د حضرت علي ابتدايه ښوونځي ښوونکی حکم خان وايي چې له څو کلونو راهيسې يې سره له هڅو چا غږ نه دی اورېدلی.
دی وايي د معارف څخه د ورغلي مکتوب پر اساس نشي کولای چې ژورنالېستانو ته د عکس او وېډيو اخيستو اجازه ورکړي او نه دوی خپلې ستونزې او غوښتنې بيانولی شي :
”مشکلات دا دي د سرپنا ځای نشته، ډنډ اوبه ولاړې وي اخر په دا ميلونونو، ميلونونو ډالر مصرف شو موږ ته يوه ودانۍ نه جوړيږي، موږ ته مکتوب راغلی دی چې ژورنالېستانو ته د عکس او ويډيو اخيستلو اجازه مه ورکوئ او خبرې مه ورسره کوئ “
د دې ښوونځي سرمعلم د تعمير نشتوالی تر ټولو ستره ستونزه ګڼي وايي د باد او باران پر وخت زده کوونکي رخصتوي خو د ګرمۍ پر مهال يې زده کوونکي پزي په لاس کله د يوې او کله هم د بلې ونې تر سيوري لاندې کېښنوي :
”زه بيت الله دلته د حضرت علي په ابتدايه کې د سرمعلم وظيفه اجراکوم، تر دې اوسه پورې موږ خېمې هم نه لرو، تعمير نه شته چې باران وشي بيا ځمکه خوشته او نمجنه وي په ورځو، ورځو ماشومان رخصت وي، درس هغه رقم خوند نه کوي، چې لږ ګرمي شي کله د يوې ونې سيوري ته درۍ وړو او کله هم د بلې ونې سيوري ته“
د پکتيا پوهنې رياست چارواکي وايي د ښوونځيو د ودانيو د نشتوالي ستونزه لا هم لري او تر شپېته فيصدو پورې يې ياده ستونزه هوارې کړې، دوی دا هم وايي چې ښوونځيو ته د ژورنالېستانو د ورتګ او مخنيوي مکتوبونه يې د وزارت د لايحې له مخې استولي دي.
د دې ولايت د پوهنې ريس انجنر محراب الدين شفق وايي ښوونځيو ته د ژورنالېستانو له ورتګ سره ستونزه نه لري خو مخکې له دې چې دوی ښوونځيو ته ځي له پوهنې رياست څخه دې د وزارت د هدايت سره سم د ثبت نام فورم ترلاسه کړي :
”موږ دا کار د امنيتي ستونزو له وجې کړی دی چې د ژورنالېستانو په نوم بل څوک ښوونځيو ته لاړ نه شي“
خو د پوهنې د ريس دغه خبرې په پکتيا کې د مدني ټولنو فعالان نه مني وايي پوهنې رياست غواړي په دې ډول فورمو ورکولو د واقعيتونو مخه ونيسي.
د پکتيا پرېس کلب مشر احسان الله مهجور وايي پوهنې رياست په عکس او وېډيو اخيستو يا نظر څرګندولو بنديز لګول په ځينو سيمو کې د واقعيتونو د پټولو په موخه کړی دی :
”دا کار کېدی شي دوی د دې له پاره کړی وي، چې که ژورنالېستان ډېرو سيمو ته لاړ شي د دوی هغه فرېب چې وزارت ته يې ورکوي ښايي ښکاره کړي، ځکه په ډېرو سيمو کې په نورو ستونزو سربېره د ښوونځيو ښوونکي او حتی زده کوونکي نه شته“
د پکتيا په ډېرو ولسواليو کې مو هڅه وکړه چې د ښوونځيو له ښوونکو او معارف له مديرانو سره خبرې وکړو خو هغوی د ورغلي مکتوب پر اساس د هغوی په نظر اخيستو بريالي نه شو او له هر ډول خبرو کولو څخه يې ډډه کوله.
راپور – داود تپان –پکتيا