د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

د بابای ولي د برښنا بند بیا فعال شو


د بابای ولي د برښنا بند بیا فعال شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:20 0:00

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د بابا ولي د اوبو برېښنا سټېشن په ۱۳۱۴ ه کال کې جوړ شوی. د دغه بند د بریښنا سټېشن د کورنیو جګړو پر مهال تخریب او په دې وروستیو کې د کندهار د بریښنا شرکت له خوا بیرته فعال شو. د برېښنا شرکت مسوولین وايي، چې دغه د برېښنا سټېشن له ۲۵۰ څخه نیولې تر ۳۰۰ کیلو واټ پورې برېښنا تولیدوي او د ارغنداب ولسوالۍ ۸۰۰ کورنیو ته برېښنا ورکوي . په کندهار ښار کې لا هم کافي برېښنا نشته خلک غوښتنه کوي، چې د دهلې د بند توربین دې هم فعال شې ترڅو په نسبي ډول د برېښنا په برخه کې د خلکو ضرورتونه پوره شې . په کندهار کې د ازادی راډیو خبریال محمدصادق رښتینی د باباولي د بريښنا سټېشن په اړه دغه وېډيي راپور را استولي .

XS
SM
MD
LG