د افغانستان د پولیسو اکاډمی د سې شنبې په ورځ په کابل کې له کابو دوه زرو هغو داوطلبو څخه ازموینه واخیستله؛ چې غوښتل یې د پولیسو افسران شي.
د دې اکاډمی عمومي قوماندان جنرال سید نورالله ځل ازادی رادیو ته وویل، د امتحان ورکوونکو له جملې به شپږ سوه دې اکاډمی ته جذب شي او پنځه سوه به ترکېې ته ولیږل شي.
د امتحان ګډونوالو وویل، هېواد او د پولیسو له مسلک سره د علاقی له مخې یې دې امتحان کې برخه اخیستی ده.
د افغانستان د پولیسو د اکاډمی مسئولین وایي، په دې ازموینه کې د دولسم ټولګیو څخه فارغ هغه داوطلبان شامل شوي چې د اکاډمی له خوا په وضع شویو شرايطو برابر دي.
دوي وویل، د دې امتحان پارچې د پولیسو د کورنیو او بهرنیو متخصصینو له خوا ارزیابی او د هر ډول درغلیو مخه به په کې ونیول شي.
د دې اکاډمی قوماندان سید نورالله ځل ازادي رادیو ته وویل، په دې ازموینه کې کابو دوه زرو داوطلبو برخه اخیستی او نتایج به یې په راتلونکې څو ورځو کې اعلان شي.
ښاغلي ځل د امتحان په هکله وویل:
«د سږ کال لپاره پنځه سوه تنه د ټول افغانستان څخه د ساتنمنۍ لپاره جذبوو او ترکېې ته یې لیږو، دوی به په اول د جون ترکېي ته لاړ او هلته به د سیواس په اکاډمۍ کې زده کړې وکړي او شپږ تنه په کمیسارۍ کې چې د تحصیل موده به یې څلور کاله وي خپلې اکاډمی ته جذبوو.»
د افغانستان د پولیسو اکاډمی د معلوماتو له مخې هغوي چې د ترکېی روزنیزو کورسونو ته کامیابیږي، روزنیزه دوره یې شپږ میاشتې او هغوي چې د هېواد د پولیسو اکاډمی ته لاره مومي، د تحصیل دوره یې څلورکاله ټاکل شوې ده.
له دې مخکې هم په دوو دورو کې کابو زر تنه د مسلکي زده کړو لپاره ترکېې ته لیږل شوی وو.
د کورنیو چارو وزارت چارواکې وایې، د هېواد د پولیسو اکاډمی لومړی روزنیز ملي مرکز دی؛ چې هم په کې نوی پولیس روزل کېږي او هم په کې د کورنیو چارو وزارت د پخوانیو پولیسو د ظرفیتونو لوړولو ته مسلکي پروګرامونه تنظیم شوي دي.
د افغانستان د پولیسو د اکاډمی مسئولین وایې، په هېواد کې شاوخوا دیرش کلنو جنګونو د دغه روزنیز مرکز فعالیتونه وځنډول خو له یوزرو، درې سوه یو اتیایم لمریز کال راهیسي یې د نویو فعالیتونو په جریان کې، تر اوسه شاوخوا اولس زره نوي پولیس روزلی دي.
امتحان ورکوونکو ویل، د پولیسو له مسلک سره د علاقې له مخې حاضر شوي چې په دې ازموینه کې برخه واخلي.
همیشه ګل او حضرت محمد ازادی رادیو ته وویل:
«د پولیسو له مسلک سره مینه لرم او همدې میني اړ کړم چې راشم او په اینده کې د خلکو خدمت وکړم.
زه د دولسم ټولګي نه فارغ شوی یم غواړم د پولیسو په چوکاټ کې خپل هېواد او خلکو ته د خدمت جوګه شم.»
سربیره پر ترکېي، جرمني او د اروپایي ټولنې د پولیسو اتحادېي له دې اکاډمی سره د پولیسو په روزلو کې مسلکي او تخنیکې مرستی کړي دي.
افغان چارواکې وایي، د«افغانستان د پولیسو اکاډمی» له ننه
«اته اویا کاله » مخکې تاسییس شوي چې تر اوسه په کې افغان پولیس د مسلک په مختلفو برخو کې روزل کېږي.
راپور: خان محمد سیند