د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

په کابل کې د خپل سرو ودانیو جوړېدو ستونزې رامنځ ته کړي دي


د ساختماني چارو یو شمیر کارپوهان وايي چې؛ په کابل ښار کې د بې نقشې او غیر معیاري ودانیو جوړیدل په ښار کې بیلابیلې ستونزې رامنځ ته کړي دي.

دوی د هوا ککړتیا، په غیر معیاري کورونو کې د کانالیزاسیون سیسټم نه شتون، ټرافیکي ګڼه ګوڼه، په ښار کې د کثافاتو ډېرېدل هغه ستونزې په ګوته کوي؛ چې خپل سرو او بې نقشې کورنو رامنځ ته کړي دي.

انجینر محمد عیسی کاکړ ازادۍ راډيو ته وویل؛ وسله والو مخالفینو هم له هغو کورونو څخه په اسانه کار اخیستلای شي؛ چې په خپل سر جوړ شوي او له امنیتي ارګانونو سره ثبت نه دي.

په همدی حال کې د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي چې؛ په کابل ښار کې یې تر یو حده د خپل سرو او غیر معیاري کورونو د جوېدو مخه نیولې، خو په دولتي ادارو کې د دغو کورونو د مالکینو د نفوس له وجې دوی نه دي توانیدلي چې؛ په بشپړه توګه يې مخه ونیسي.

د کابل ښاروالۍ د ساختماني چارو او کنټرول د برخې مسوول انجینر سرور ازادۍ راډيو ته وویل؛ چې دغه کورنه تر ډيره د زورواکو له خوا جوړ شوې دي:

"هره ودانۍ چې کابل کې جوړیږي په خپل وخت مو اقدام کړی؛ امنیتي اورګانونه مو په جریان کې کړي، سلګونه قطعې مکتوبونه مو ورلیږلي، خو کله چې یوه انجینر کنټرول لپاره ورځې بیا يې خبره نه اوریدل کیږي، په دې برخه کې د کورنیو چارو وزارت له موږ سره مرسته کړې؛ خو د دغو ودانیو خاوندان اکثره يې وسله وال کسان په واک کې لري؛ چې حتی ځنې يې له پولیسو سره هم نښته کوي."

د غیر معیاري او په خپل سر جوړو شویو ودانیو په اړه تیره اونۍ د کابل ښاروال محمد یونس نواندیش ویلی وو؛ چې د یوشمېر دغو ودانیو د ورانولو کال به په نږدې راتلونکي کې پيل شي.

خو د افغانستان د ښار جوړونې وزارت معین محمد اکبر احمدي وايي چې؛ د خپل سرو او غیر معیاري ودانیو د ورانولو په اړه تر اوسه کوم تصمیم نه لري.

د ښار جوړونې وزارت چارواکي همداراز وايي؛ چې د ۷ لویو ښارونو ماسټر پلانونه تر دم ګړۍ جوړ شوي؛ چې په عملي کېدو سره به يې دغه ستونزي حل شي.

په همدې حال کې ولسي جرګې هم د دغو ۷ لویو ښارونو ماسټر پلانونه تصویب کړي دي.

د ځنیو کارپوهانو په وینا، د نفوذ ډېرښت، په ښارونو کې سوداګرۍ ته د خلکو ډېره پاملرنه، په لرو پرتو سیمو کې ناامني، د زورواکو له خوا د ځمکو غصب او د کرايې کورنو د بيو لوړېدل د دې سبب شوی چې؛ په کابل کې یو شمېر خلک په خپل سر ودانۍ جوړې کړي.

د دوی په وینا، که چېرې د خپل سرو ودانیو جوړېدل دوام وکړي؛ نو په ښار کې به ستونزې نورې هم ډېرې شي.
XS
SM
MD
LG