د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

د ازادۍ راډيو د کال شخصيت ته په لندن کې بله جايزه ورکړل شوه


سرمست
سرمست
د ازادي راډیو د کال شخصیت ته چې په کابل کې د یو شمیر بې وزلې او بې سرپرستو ماشومانو لپاره یې د موسیقۍ د زده کړې زمینه برابره کړې وه یوه معتبره جایزه ورکړ شوه .

ډاکټر احمد ناصر سرمست لومړی افغان دی چې د موسيقي په ارتباط د خپلو هڅو په خاطر یې یوه بله نړیواله جایزه تر لاسه کړه .

په کابل کې د بریتانیې سفارت وايي چې ښاغلي سرمست ته روانه اونۍ په لندن کې د فل هارمونیک سلطنتي جایزه ورکړ شوه .

دا جایزه ډاکټر سرمست ته په افغانستان کې د موسیقۍ د ځانګړي انستیتیوت د تاسیس لپاره د هغه د هڅو په خاطر ورکړ شوه .

دی په همدې خاطر د ازادي راډیو د سږکال شخصیت هم غوره شوی وو او ازادي راډیو ته یې وویل چې په کابل کې د موسیقۍ د زده کړې دا انستیتیوت یوازې د غریبو او بې سرپرستو ماشومانو لپاره دی .

ډاکټر احمد ناصر سرمست وویل چې غواړي د موسیقي په مرسته په افغاني ټولنه کې اتحاد ټینګ کړي.


نن ورځ علم ثابته کړې چې موسیقي د فقر د له منځه وړلو او د بنیادي ټولنیزو تغیراتو یوه اساسي وسیله ده . په عین حالکې نن ورځ علم ثابته کړې چې موسیقي کولای شي چې د یوې ټولنې د خلکو پر روح دوايي اغیز وکړي. په ځانګړي ډول د افغانستان په څير جنګ ځپلي هیواد کې چې ډيرو ماشومانو د خپلو کورونو او کلیو د ویجاړیدو او د خپلو خپلوانو د وژل کیدو شاهدان وو“

د بریتانیې د سفارت اعلامیه وايي چې د فل هارمونیک یا موسیقۍ د دوستانو سلطنتي جایزه د نړۍ پینځو هیوادونو څخه هنرمندانو ته ورکړ شوه چې ډاکټر سرمست هم په کې وو .

د جایزې په ګټونکو کې د کانګو ، جنوبي افریقې او برازیل څخه هم درې تنه شامل وو چې د موسیقۍ له لارې یې بشریت ته خدمت کړی دی.
XS
SM
MD
LG