د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

افغان کوماندو ځواکونو خپله جنګې ونډه پراخه کړې


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې: افغان کوماندو ځواکونو خپله جنګې ونډه پراخه کړې – تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې او په یوې برخې کې یي راغلي:

د روانې میاشتې په یوه ورځ یوې MI-17 هلیکوپتر د افغان کوماندو دوې ډلې له کابل څخه شاوخوا اتیا کیلومتره لري په یوې درې کې ښکته کړې.

ورځپاڼه لیکي: دا یو داسې ځای دی، چې ناتو ځواکونه په کې افغان کوماندګانو ته پټ تعلیم ورکوي.

د دې کمپ ځای او ادرس مخفي ساتل شوی، خو په دې وروستیو کې د نیویارک تایمز ورځپاڼې یوه خبریال ته اجازه ورکړل شوه چې له دغه کمپ څخه لیدنه وکړي .

ورځپاڼه لیکي: دا د امریکا د جمهور رئیس بارک اوباما پریکړه ده، چې له دي وروسته دې د امریکایي او افغان کوماندوګانو یو ګډ ځواک عملیات پر مخ وړي او په تدریجي ډول باید د عملیاتي چارو ټول مسولیتونه له ناتو څخه افغان ځواکونو ته انتقال شي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ایتلافي ځواکونو د یوه قوماندان خبره راخیستې چې وایي، دا هلې ځلې اغیزناکې دي.

په روانې اوونۍ کې افغان او ایتلافي ګډو ځواکونو دوه ځلي په چاودیدونکو موادو بار لارې له چاودنې مخکې نیولې دي.

ورځپاڼې ځینو ستونزو ته هم اشاره کړې او لیکي: د اکمالاتو او روغتیایي خدمتونو په برخو کې ستونزې شته او افغان ځواکونه به په یوازې ځان د دغو خدمتونو د برابرولو توان ونه لري.

ګارډین:


انګلستان چاپ، ګاردین ورځپاڼې د بامیان ولایت د وضعې په اړه یو مضمون خپور کړی او په یوې برخې کې یي لیکي:

بامیان ولایت چې د عجایباتو ځای دی او یو وخت ارام و، دا مهال له دوو ستونزو سره مخامخ دی.

د ورځپانې په باور، یوه ستونزه د بامیان په تنګې درې کې چې د بودا مجسمې یي په لمنو کې پرتې دې، د بهرنیو هلیکوپترو الوتنې دي .

که څه هم چې دا مجسمې د طالبانو له خوا تخریب شوې ، خو کومه لړزه او ټکانونه چې هلیکوپترونه یي رامنځ ته کوي ، ددي لرغونو اثارود ډبرو او خاورو د راغورځیدو سبب کیږي.

ګاردین لیکي: د بامیان ولایت اوسیدونکې یوازې له دي درکه شکایت نه لري، بلکه دا ولایت نور د ارامو ولایتونو په ډله کې نه دی.

وسله والو له ختیځ او لویدیځ لورې دا ولایت تر فشار لاندي راوستی او وضعه یی ورځ تر بلې خرابیږي. دغه حالت هم ددي ولایت د اوسیدنکو اندیښنې زیاتې کړیدي.
XS
SM
MD
LG