د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

د مخابراتو ورځ د سړکونو د خوندیتوب تر سرلیک لاندې ولمانځل شوه


د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژی نړېواله ورځ د سې شنبې په ورځ په کابل کې ونمانځل شوه.

د مخابراتو وزارت چارواکو په افغانستان کې د مخابراتي سکتور پرمختګونه بیان کړل او ویې ویل چې، نن سبا د هېواد شل فیصده وګړي موباییل تیلیفونونه کاروي او په دې سکتور کې څه باندې دوه نیم لکه خلکو ته د کار زمینې برابرې شوي دي.

په دې مناسبت په جوړې شوې غونډه کې د کابل د ترافیکو مسئولینو وویل، چې هر کال په ترافیکي پیښو کې شاوخوا یونیم زر تنه مړه کېږي؛ چې یو علت یې د موټر چلولو پرمهال د موبايل تیلیفونونو کارول دي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت سږکال د مخابراتو نړېواله ورځ د «مخابراتو او معلوماتو تکنالوژي او سړکونو د خوندیتوب» تر عنوان لاندې ولمانځله.

په دې مناسبت د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د دولتي او غیر دولتي ارګانونو د چارواکو په ګډون یوه غونډه جوړه شوې وه.

د مخابراتو وزارت چارواکو وویل، اوس مهال د هېواد د نفوسو څه کم شل میلیونه موبايیل تلیفونونه کاروي، په دې سکتور کې څه باندې پنځه لس زره کسان په رسمي او شاوخوا دوه لکه نور په غیر رسمي توګه په کار بوخت دي.

د دې وزارت مرستیال وهاب الدین سادات وویل، دمګړۍ په هېواد کې څلور خصوصي مخابراتي شبکې او یوه دولتي شبکه فعاله ده، چې ترڅنګ یې د انترنت ګڼ شمېر مرکزونه فعال او د خلکو په خدمت کې دي.

ده دا هم وویل، له دې لارې دولت هر کال څه باندې سل میلیونه دالره عواید ترلاسه کوي:

«نن د هېواد اته اتیا فیصده نفوس د مخابراتوله اسانتیاو نه برخمن دي.

د انټرنت بیې ټیټې شوي، شل فیصده خلک انټرنت کاروي، الکترونیکي حکومتدارۍ ته کارونه روان دي، د الکترونیکي تذکرو ویش په لږه موده پیل شي، اوس مهال په هرو لویو ښارونو کې کابو پنځه تلویزیوني شبکې فعالې دي او هڅه کوو، تلویزیونونه په ډیجټل سیستم په ټول هېواد کې فعال کړو.»


د کابل د ترافیکو ريیس جنرال نظام الدین په هېواد کې د مخابراتو پراختیا او پرمختګ یوه لویه لاسته راوړونه وبلله؛ خو دا یې هم وویل، چې په هېواد کې هر کال په ترافیکي پیښو کې شاوخوا یو نیم زر تنه وژل کېږي چې یو لامل یې د موټر چلولو پر مهال د موبايیل تیلیفونونو کارول دي:

«هر کال په اوسط ډول په تیره په یو زرو درې سوه یو نوي یم کال کې په ترافیکو پیښو کې یوزرو پنځه سوه څلویښت کسان مړه، څلور زره، پنځه سوه او اوه څلویښت ټپیان کېږي او خلکو ته په کې د میلیونونو افغانیو زیان رسیږي.

په دوې کې اویا فیصده نارینه، دیارلس فیصده ښځې او دیارلس فیصده په کې ماشومان وي.»


د مخابراتو وزارت د معلوماتو له مخې د نوري فایبر مزې د هېواد اکثرو ولایتونو او یو شمېر ګاونډیو هېوادونو ته رسیدلی دی؛ چې د مخابراتي خدماتو کېفیت به ښه او بیې به یې ارزانې کړي.

خو د مخابراتي سکتور د پراختیا سره سره خلک انتقاد کوي؛ چې د مخابراتي شبکو کېفیت ټیت او بیې یې پورته دی.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG