د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

"افغان دولت دې د ایران په سرحد کې د وژل شویو افغانانو مساله وڅيړي"


 افغانستان د کارګرانو اتحادیې مشر "معروف قادري"
افغانستان د کارګرانو اتحادیې مشر "معروف قادري"
د افغانستان د کارګرانو ټولنه له ایران سره پر پوله د ایرانیو پوله د ایرانیو سرحدي ځواکونو له خوا د افغان کارګرانو وژنه په کلکه وغندله او له دولت یې وغوښتل چې، دا مساله وڅیړي.

له ایران سره پر پوله د دې هیواد د سرحدي ځواکونو له خوا د یوشمېر افغانانو له وژنې وروسته د افغانستان د کارګرانو ټولنې پر افغان دولت غږ وکړ چې؛ په هېواد دننه او بهر د ګارګرو له حقوقو دفاع وکړي.

د افغانستان د کارګرانو اتحادیې مشر "معروف قادري" دغه پیښه وغندله او ویې ویل، چې قربانیان یې ټول افغان کاګران دي.

ښاغلي قادري له افغان دولته وغوښتل، چې د دغو وژل شوو، زخمیانو او لادرکه شویو افغان کارګرو مساله له ممکنه لارو وڅيړي او پر وړاندې دې اقدام وکړي:

"سربیره پر دې چې د کارګرانو ټولنه دغه عمل په تر ټولو شدیدو الفاظو غندي، د کارګرانو ټولنه د دې پيښې په اړه له دولته وضاحت غواړي. د افغانستان له اسلامي جمهوری دولت نه غوښتل کیږي چې؛ ژر تر ژره له هرې ممکنې لارې چې کیږي، دغه مساله وڅیړي او هر هغه ګام د دې مسالې په اړه ورته اړتیا ده، پورته کړي."

د خپرو شویو رپوټونو له مخې څه موده وړاندې د ایران په سرحد کې د ايران سرحدي پولیسو پر هغو افغانانو ډزې وکړې چې؛ ایران ته د کار لپاره تلل.

د کارګرانو ټولنه وايي چې، په دې پيښه کې لس تنه وژل شوي‎، نهه ټپیان دي او دوه اتیا نور لا درکه دي.

پر دې مسالې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د ایران سفير دوه ځلې احضار کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي د سې شنبې په ورح ازادي راډیو ته وویل؛ چې د ایران سفارت ته د ې پيښې په اړه د افغانستان ژوره اندیښنه څرګنده شوې ده.

نوموړي وویل، اوس د دې هڅې روانې دي چې د پیښې د مړو جسدونه او ټپیان افغانستان ته انتقال شي.

تراوسه ایرانیو چارواکو د دې پيښې په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې هم ایرانیو ځواکونو پر پوله شاوخوا دیارلس افغانان وژلي وو، چې په لومړي سر کې یې له پيښې انکار کاوه؛ خو وروسته له څو میاشتو یې د قربانیان مړي د افغانستان دولت ته وسپارل.

د افغانستان د کارګرانو ټولنه په عین وخت کې افغان دولت ته وړاندیز کوي؛ چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې دې افغان کارګرو ته د کار کولو زمینه برابره کړي؛ تر څو دوی بهر ته له تګه منع شي.

د کارګرانو د اتحادیه د معلوماتو له مخې اوس وخت په افغانستان کې له ۱۳ میلیونو څخه زیات افغان کارګر یا بیخي بې کاره دي او یا هم په دوو اونیو کې یوه اونې ورته کار پيدا کیږي.
XS
SM
MD
LG