د افغانستان مشرانوجرګه خبرداری ورکوي چې؛ که امریکا او ناټو د ډیورنډ د کرښې دېخوا د پاکستاني پوځي پوستو لیرې کولو ته اقدام ونه کړي؛ د افغانستان او امریکا ترمنځ له امنیتي تړون سره به مخالفت وښيي.
په افغانستان کې د امریکاد اډو دغوښتنوپه هکله د جمهور ريیس کرزی له څرګندونو، یوساعت وروسته د مشرانو جرګې ريیس خبرداری ورکړ، چې که امریکا د افغانستان د ګټو پرضد عمل وکړي، له دغه هېواد سره به د امنیتي تړون مخالفت وکړي.
د مشرانو جرګې ريیس فضل الهادي مسلمیار د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ د اوسېدونکو له قوله خبریالانو ته وویل چې؛ د ګوشتې ولسوالۍ ته څېرمه پاکستانۍ پوځي پوستې بهرنیو ځواکونو پاکستاني ځواکونو ته سپارلي دي.
ده وویل، مشرانو جرګه د افغاني خاورې خلاف هیڅ ډول جوړجاړی نه شي زغملی:
"دا پوستې د امریکایي ځواکونه او ناټو ترچتر لاندې جوړې شوي چې؛ افغانانوته یې ستونزې جوړې کړي دي، د امریکا له مرستو مننه کوو، خو که په چل ول دلته اوسیږي او زموږ خاوره نورو ته سپاري، مشرانو جرګه به د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي سند تصویب نه کړي او د خپلو حقونو به دفاع وکړي."
ښاغلی مسلیمیار وویل، پاکستانۍ پوځي پوستې څلویښت کیلو متره د افغانستان په خاوره کې دننه جوړې شوي دي.
د مشرانو جرګې ريییس د یوه پلاوي په مشری د تیرې اوونۍ په وروستیو کې د ګوشتې ولسوالۍ د وضعیت د څېړلو لپاره سیمې ته تللی و.
مسلمیار وویل، د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکو ورته ویلي، چې څو کاله مخکې بهرني ځواکونو په دې بهانه چې ګواکې په یاده سیمه کې مخالفین ځای پرځای شوي یوشمېر پوستې جوړې کړې وې.
د تېرو دوو اوونیو په اوږدو کې دوه ځلې د دې پوستو د لېرې کولو په نیت د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وسله والې نښتې هم شوي چې؛ دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله پیښه شوې ده.
ښاغلي مسلمیار د جمهور ريیس کرزي د څرګندونو ملاتړ وکړ چې؛ ویلي یې دي، افغانستان به هیڅکله هم د ډیورنډ کرښه ونه مني او تاکید یې وکړ چې، افغانان چمتو دی د خپلې خاورې پولې د پردیو له بریدونو وساتي:
"دا پوستې امریکا او ناټو د افغان خاورې څخه لېرې کړي او که نه نو افغان اولس چمتو دی، د خاورې دفاع وکړي او څرنګه چې یې د روسانو پرضد جهاد کړی؛ بیابه یې هم وکړي او که هرڅه پیښ شول مسوولیت به یې د افغانانو ترغاړې نه اوسي."
د افغان امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې پاکستاني پوځي ځواکونو په دې وروستیو کې د ګوشتې ولسوالۍ ته څېرمه پوستې جوړې کړي او پخې دروازې یې په کی ودرولې دي.
خو په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو چارواکو په کلکه رد کړي چې؛ ګنې دغه پوستې دوی ته پاکستان ته سپارلي دي.
د ناټو ځواکونو یوه ویاند په دې وروستیو کې خبریالانو ته وویل چې؛ افغانستان او پاکستان باید د اختلاف دغه مساله د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته راجع کړي.
راپور: خان محمد سیند