د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

فيضي: افغانان به هېڅکله ډيورنډ کرښه ونه مني


فیضي
فیضي
د افغان ولسمشر ویاند وايي، د ډیورنډ کرښې په اړه د امریکا دریځ د افغانستان پر دریځ هېڅ راز اغېز نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیوچارو مرستیال وزیر پرون په کابل کې د امریکا په سفارت کې خبریالانو وویل، د ډیورنډ کرښې په اړه د امریکا دریځ نه دی بدل شوی.

اېمل فیضي له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې افغان حکومت به د ډیورنډ هېڅ کله د افغانستان او پاکستان د رسمي سرحد په توګه په رسمیت ونه پېژني.

د افغان ولسمشر ویاند اېمل فیضي وايي، چې د ډیورنډ کرښې په اړه د متحدوایالاتو دریځ به د افغانستان پر دریځ هېڅ راز اغېز ونکړي.
د امریکا د بهرنیوچارو مرستیال وزیر ویلیم برنز William Burns پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د ډیورنډ کرښې په اړه د واشنګټن رسمي دریځ هماغه دی چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي مارک ګروسمن بیان کړی و، یعنې د امریکا په نظر دا کرښه د افغانستان او پاکستان ترمینځ نړیواله په رسمیت پېژندل شوې پوله ده.

خو اېمل فیضي له آزادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د ډیورنډ په اړه د امریکا دریځ د افغانستان دریځ نشي بدلولای.

له دې مخکې ولسمشرحامدکرزي هم هغه مهال چې د افغانستان او پاکستان سرحدي ځواکونو د ننګرهارولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې نښته وکړه ویلي و، چې ډیورنډ نه مني.

ښاغلي کرزي پر اسلام آباد تور ولګاوه چې د ګوشتې تحرکات یې د دې لپاره پیل کړي چې پر افغانستان فشار راوړي څو دا کرښه په رسمیت وپېژني.

له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې په دې اړه د ولسمشر د ویاند اېمل فیضي څرګندونې هم ډېرې روښانه وې.

افغان حکومت هغه مهال چې د افغانستان او پاکستان لپاره د سپینې ماڼۍ پخواني ځانګړي استازي مارک ګروسمن د ډیورنډ د رسمیت پېژندنې خبره کړې وه، هم په دې اړه سخت عکس العمل ښودلی و.
ګروسمن تېرکال د افغانستان له یوه ټلویزیوني چینل سره په خبرو کې ویلي و، چې د ډیورنډ کرښه د امریکا له نظره د افغانستان او پاکستان رسمي سرحد دی او واشنګټن یې په رسمیت پېژني.
د نوموړي د دې څرګندونو په وړاندې د افغانستان د بهرنیوچارو پر وزارت سربېره ولسي جرګې او همداراز په پاکستان کې د پښتنو سیاسي فعالانو هم سخت عکس العمل ښودلی و.
XS
SM
MD
LG