په پاکستان کې د انتخاباتو په ورځ هم چاودنه وشوه
په بندري ښار کراچۍ کې لږ تر لږه لس کسان په بمي چاودنه کې وژل شوي دي او ګڼ نور ژوبل دي. چادونې ظاهراً د عوامي نيشنل ګوند دفترونه په نښه کړي دي. د ازادۍ راډيو مشال څانګې راپور ورکړى چې په پېښور کې يوې بلې چاودنې هغه ښځې په نښه کړې، چې په انتخاباتو کې يې برخه اخيستله، په پېښه کې يو تن وژل شوى دى. د کراچۍ د چاودنې ويډيو دلته ګورئ