د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

په افغانستان کې لاهم د سولې څرک نه لږیږي


فارن پالیسي خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د امنیتي پیښو د لړۍ موضوع څیړلې ده.

خپرونه لیکي: د افغانستان له جګړې تقریباً دولس کاله تیریږي خو تر اوسه پورې په دغه هېواد کې د سولې څرک نه لږیږي.

فارن پالیسي لیکي:

افغانستان یو وروستې پاتې هېواد دی، چې اکثره بنسټیز تاسیسات يې جګړو له منځه وړي.

د مطلب لیکونکې وايي، دا ښکاره ده چې د طالبانو مشرتابه اوس هم د پاکستان د پوځ او استخباراتو له ملاتړ برمخنه ده اود هغوي د دوامداره مالي ملاتړ او تجهیز پرته به ونشي کولی چې په افغانستان کې نفوذ ولري.

د فارن پالیسي په وینا دریمه مساله دا ده، چې افغانستان د تروریزم او مخدر موادو د قاچاق له ستونزو سره چې دا هیواد يې کمزورۍ کړی دی مخامخ دی.

خپرونې د افغانستان څلورمه ستونزه نا امني بللې او زیاتوي چې په افغانستان زیات شمیر هیوادونه حضور او جلا ستراتیژي لري چې دې مسلې په خپلو کې او له افغان حکومت سره د هغوي همغږي زیانمنه کړې ده.

فارن پالیسي خپرونې لیکلي: په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په ملکي او پوځي چارو کې د همغږۍ نشتوالي افغان حکومت ناتوانه کړی او نشي کولی چې د خپلو خلکو لپاره د لومړنیو خدماتو د برابرولو لپآره نه ظرفیت او نه هم منابع ولري.

فارن پالیسي خپرونې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د نوي ځانګړي استازي ددې څرګندونو په اړه یو مطلب خپور کړی چې ویلي وو که د سولې موافقه ونشي له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون ته اړتیا ده.

فارن پالیسي خپرونې لیکلي: د کابل او اسلام اباد لپاره د امریکا نوي استازي جیمز ډبینز په ۲۰۱۱ م کال له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو لپآره په افغانستان کې د سولې د یوې موافقې پر اهمیت یو سل مخیځه څیړنیز راپور خپور کړ.

په دغه راپور کې چې عنوان يې دی (د افغانستان د سولې خبرې) جیمز ډابینز شک څرګند کړی چې د سولې د یوې موافقې پرته به ولسمشر بارک اوباما توانیږي چې له ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې جګړې ته د پای ټکۍ کېږدي.

د مقالې لیکونکۍ وايي هغه څه چې اوس مونږ پرې پوهیږي او ښايي جیمز ډبینز یا بل څوک پرې مخکې نه پوهیدل، دادي چې د افغانستان د سولې خبرو هیڅ نتیجه نه ده ورکړې.

طالبانو تیره چهارشنبه د سولې د عالي شورا یو بل لوړ رتبه غړی ترور کړ،په قطر کې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي، او د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان د همکارۍ درک هم نه لږیږي.

فارن پالیسې زیاتوي: اوس دا خبره پټه نه ده پاتې چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې امریکايي ځواکونه پاتې کېږي.خو پوښتنه داده چې څومره سرتیري به پاتې کېږي او ماموریت به يې څه وي؟
XS
SM
MD
LG