د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

"د ډیورنډ کرښې د رسمیت په اړه د پاکستان هڅه تېروتنه ده"


کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپاڼو د ولسمشر حامد کرزي په پرونیو څرګندونو باندې لیکنې او تبصیرې کړې دي؛ چې د ډیورنډ کرښې په اړه یې کړې وې.

ملي باور:

ملي بارو خپلواکې ورځپاڼې د کرزي له خولې لیکلي؛ افغانستان به هېڅکه هم د ډیورنډ کرښه په رسیمت ونه پېژني.

همدې ورځپاڼې د پاکستان د حکومت نظرهم راخیستي چې؛ ویلي یې دي، د ډیورنډ کرښې په اړه زموږ دریځ روښانه دی، د پاکستان او افغانستان د سرحد مساله فیصله شوې ده.

ملي بارو ورځپاڼې په یوه جلا مطلب د کونړ د والي له خولې لیکلي؛ پاکستان د دې ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د افغانستان په خاوره کې ۳۰۰ متره دننه امنیتي پوسته جوړه کړې ده.

ملي باور ورځپاڼې په خپله سرمقالې پوښتنه کړې ده؛ د ډیورند دېخوا دپاکستان هڅې د څه لپاره؟

ورځپانې خپلې پوښتنې ته ځواب ویلي او لیکلي یې دي چې، د ډیورنډ کرښې دېخوا د پاکستان هڅې د یادې کرښې په رسیمت پېژندلو هڅې دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې د کرزي بله خبره راخیستې چې؛ وسله والوطالبانو ته یې کړې هغه پرون په خپلو خبرو کې پرطالبانو غږ وکړ؛ چې خپلې وسلې پرهغه لوري وګرځوئ، چې له افغانستان سره ترې دشمني کیږي.

د سرنوشت د سرمقاله لیکونکي په باور د پاکستان هغه هڅې چې غواړي د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژني تېروتنه ده.

د لیکوال په اند دې وروستیو پېښو وښوده، چې د ډیورنډ د رسمي کولو لپاره د پاکستان هڅې له شرموونکې ماتې سره مخ شوې دي.

خدمتګار:

د خدمتګار ورځپاڼې د سرمقالې د لیکوال په اند پاکستاني یرغلګرو ته د امنیتی ځواکونو غاښ ماتوونکي ځوابونه د طالبانو موقف هم زیانمنوي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې د ۱۵۰ پاکستاني غاصبو سرتېرو په وړاندې د ۲۵ افغان سرتېرو غاښ ماتوونکی ځواب په ټول هېواد کې وستایل شو او ټولو ځوانانو له امنیتي ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ.

خدمتګار خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي دي؛ له افغان ځواکونو د ولس ملاتړ به وسله وال کمزوري کړي.

یادې ورځپاڼې د جنرال عتیق الله امرخېل خبرې راخیستي؛ هغه ویلي، که افغان حکومت د ولس د پوهولو لپاره سالم تبلیغات وکړي، نو معلومه ده، چې ولس به د افغان ځواکونو ترشا ودریږي.

ورځپاڼې د یوه افغان ملک له خولې لیکلي اردو زموږ عزت دی، زموږ د ولسونو بچيان دي، که دوی د وطن په ساتنه کې مري، موږ مشران به یې وسله راپورته کړو.

محور:

محور خپلواکې ورځپاڼې د افغان حکومت په سیاسي اپوزیسون باندې سختې نیوکې کړې دي او لیکلي دي د اپوزیسون مخ او سټ نه دی معلوم؛ د ګوشتې په موضوع کې یې له هغه طالب سره هېڅ توپیر نه و، چې تر ګوشتې دې اوهاخوا په کمین کې ناست ول.

هېواد:

په پای هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکي دي؛ هیله ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان، د ناپیلو هېوادونو غورځنګ، د اسلامي هېوادونو سازمان او داسې نورې سوله غوښتونکي ټولنې پاکستان دې ته اړ کړي له دومخې پالیسۍ څخه نور لاس واخلي.

چمتوکوونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG