د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۷

د افغانستان د بودجې بېساري کمښت نړیوال حیران کړي


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مضمون کې د افغان او لوېدیځو چارواکو په حواله لیکلي چې؛ افغان حکومت ممکن په روان کال کې د خپلو لګښتونو نیمایي برخه پوره کړای شي او دغه هدف ته رسیدل هم په خپل ذات کې یو ستر او مهم آزمیښت یا چیلینج دی.

ورځپاڼه لیکي، نړیوال وجهي صندوق (آی اېم ایف) په یوې ارزونه کې ویلي، په افغانستان کې د پیسو د دغه زیات کمښت په عواملو کې د مالیو نه ورکول چې جګ پوړي حکومتي چارواکي په دې کار کې مرسته کوي؛ د والیانو له خوا په ولایتونو کې د سرحدي بندرونو او ګمرکاتو د عایداتو غلاوې او ورو اقتصادي وده شاملیږي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، د نړیوال وجهې صندوق یا آی ایم ایف ارزونه چې په رسمي ډول نه ده خپره شوې، خو امریکایي او اروپایي ډپلوماټان ورڅخه خبر شوي، اټکل کوي چې، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کي د اي ایم ایف له خوا افغان حکومت ته د عایداتو د ترلاسه کولو غیر رسمي ټاکل شوی هدف په سلو کې د شلو او دېرشو ترمنځ کم و.

ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې په تیرې یوې لسيزه کې د مالیو او ګمرکاتو د عایداتو له ثابتې ودې وروسته د بودجې دا ډول کمښت د افغانستان نړیوال مرستندویان او ملاتړي حیران کړي دي.

ډپلوماټان د عایداتو د کمښت یو علت د افغان حکومت کمزورتیا او اداري فساد بولي او د دوی په فکر افغانستان به په څو راتلونکو کلونو کې هم د دې توان ونه لري چې؛ خپل لګښتونه پوره کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وړاندې لیکي، که چېرې په افغانستان کې وضعه بدلون ونه کړي؛ افغان حکومت به خپلو کارکوونکو ته د اوړي په نیمایي کې د معاشونو ورکولو توان هم ونه لري.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان د مالیې وزیر زاخیلوال د نړیوال وجهې صندوق ارزونه نه مني او وایي، د افغانستان په عوایدو کې کمښت په سلو کې له شلو زیات نه دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه بل مضمون کې "سرحدي نښتې په افغانستان کې احساسات راپارولي" تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې راغلي:

د افغانستان د سرحدي پولیسو د یوه عسکر قاسم خان مړی چې د سرحدي نښتې یوازینی قرباني و، له جلال آباد ښار څخه د ننګرهار ولایت یوه لري پراته کلي ته په یوه امبولانس کې چې په ګلانو پوښل شوی و؛ انتقال شو او له جنارې سره روانو خلکو پر پاکستان باندې د بري احساسات څرګندول.

ورځپاڼه لیکي، له جلال آباد څخه شاوخوا دوه سوه مایله وړاندې په ګرديز ښار کې قاسم خان د ملي قهرمان په نامه یاد شو او په زرونو زده کوونکو د ډولونو په غږونو کې د پاکستان پر ضد شعارونه ورکړل.

نیویارک ټایمز زیاتوي، د فیس بوکونو صفحې د افغانانو په ملاتړ ډکې دي او خلک غوښتنه کوي چې، قاسم خان ته دې له مرګ وروسته د جنرال رتبه او اعزاز ورکړ شي.
XS
SM
MD
LG