د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

پکتیکا: د وسلوالو دوه قوماندانان ووژل شول


د پکتیکا ولایت دمټا خان ولسوالۍ په مربوطاتو کې ددولت د وسلوالو مخالیفو دوه تنه سیمه قوماندانان دافغان امنیتي ځواکونو په یوه کمین کې وژل شوي دي .

صابر عابد او صابر مهاجر په پکتیکا ولایت کې دوسلوالو مخالفینو هغه مهم قوماندانان وو،چې له ډیرې مودې راهیسې افغان امنیتي ځواکونه ددوی دنیولو او یا له منځه وړلو په هڅه کې ول ،دوی پر افغان او نړیوالو ځواکونو بریدونه تنظیمول ،ددوی دلارو په اوږدو کې به يې ماینونه کيښودل او یا یې یو شمیر خلک له دولت سره دهمکارۍ په تور ځورول چې بالاخره دافغان ځواکونو په یوه کمین کې ووژل شول.

دپکتیکا ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ دازادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل ،چې افغان امنیتي ځواکونو دځیو کشفي مالوماتو پراساس نوموړي کسان دمټا خان ولسوالۍ په مربوطاتو کې ووژل:

”افغان ګډو امنيتي ځواکونو د ځينو کشفي راپورونو پر اساس د مټاخان ولسوالۍ په اړونده سيمه کې د يوه کمين له لارې د وسلوالو مخالفينو دوه تنه سيمه ييز قوماندانان وژلي ،چې صابر عابد او صابر مهاجر نومیږي ، دا کسان له موږه سره په تور لیست کې شامل وو، پر افغان او نړیوالو ځواکونو به يې غلچکي بريدونه کول، د لويو لارو پر سر به يې ماينونه اېښول او وخت نا وخت به يې عام خلک په يو او بل نوم ځورول“

دپکتیکا ولایت امنیه قوماندان وویل ،د افغان ځواکونو د کمين پر مهال د سيمې خلکو ددوی په پیژندنه کې ورسره مرسته کړي او له وژل شویو وسلوالو څخه يې يو راکټ، يو میل کلاشنکوف او يوه پایه مخابره هم ترلاسه کړيده.

وسلوالو مخالفینو تر دې دمه ددوی دوژل شویو قوماندانانو په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.
بلخوا بيا د همدې ولايت په برمل، ګيان او زېړوک ولسواليو کې د ملي اردو په مشرۍ د افغان ګډو امنيتي ځواکونو د پامير په نوم چاڼيز عمليات لسمې ورځې ته وغځیدل چې د امنيتي مسؤولينو په خبره تر دې دمه ښې پايلې لري.

خبریال/نجیب الله الوخیل
XS
SM
MD
LG