د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۳

د اسلام اباد او کابل ترمنځ د ستونزې عامل امریکا ده


کابل چاپ یوشمېر ورځپاڼو د سې شنبې د ورځې په ګڼو کې د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان او امریکا ترمنځ په وروستیو اړیکو باندې لیکنې او تبصیرې کړې دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپانې په خپل لومړی مخ کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په حواله لیکلي د اسلام اباد او کابل ترمنځ د ستونزې عامل امریکا ده.

ورځپاڼه زیاتوي کله چې بهرنیواو امریکايي ځواکونو د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې خپل نظامي تاسیسات د پاکستان پوځ ته پرېښودل، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې رامنځ ته شوې.

ویسا ورځپانې په افغانستان کې د میشت امریکايي ډګروال کالن توماس خبرې هم راخیستې؛ چې ویلي یې دي، یادو ځواکونو له ګوشتې سره پرپوله یې هېڅ پوځي تاسیسات پاکستان ته نه دي سپارلي.

د ورځپانې په سرمقاله کې راغلي دي، واقعیت دا دی چې، امریکا له پاکستان سره پټې او ښکاره معاملې لري.

د سرمقالې لیکوال لیکي پوښتنه کړې، که دا هرڅه د امریکا په توافق نه وي امریکا او ناټو ولې په دې اړه چوپ دي؟

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په مزارشریف کې د امریکا د قونسلر کیتمنز خبرې راخیستې دي؛ چې ویلي دي، امریکا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په روانو هڅو کې د درېیمګري رول لري.

د سرنوشت ورځپانې د سرمقالې عنوان دی؛ له امریکا سره د جدي خبرو اړتیا.

د سرمقالې لیکوال لیکي، افغان حکومت اصلي ستونزه له امریکا سره ده، له پاکستان، طالبانو او نورو مخالفینو سره زموږ د ستونزې اساسي لامل امریکا ده.

د لیکوال په اند، که افغان حکومت له امریکا سره یوې پایلې ته له رسېدو وروسته کولي شي؛ له پاکستان او وسله والو مخالفینو سره خپلې ستونزې حل کړي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې که په سیمه کې د امریکا بنسټیزو، لویو او ستراتیژیکو اهدافو ته وګورو، نو په ښکاره معلومیږي چې، امریکا افغانستان ته ترهغه خورا زیاته اړتیا لري چې؛ افغانستان یې امریکا ته لري.

د لیکوال په باور پرهمدې اساس افغانستان کولای شي چې؛ له امریکا سره جدي خبري وکړي او افغان دولت باید امریکا ته واضع کړي چې؛ دوی نه غواړي د امریکا د اهدافو پر وړاندې خنډ شي؛ خو که امریکا افغانستان تر پښو لاندې کوي او یوازې پر پاکستان تیکه کوي، نو دا به د امریکا لپاره ناوړه پایلې ولري.

خدمتګار:

د خدمتګار ورخپاڼې د سرمقالې عنوان دی؛ "احتیاط په کار دی!"

د سرمقالې لیکوال لیکلي، په دې وروستیو کې یوځل بیا افغان حکومت او امریکا د خبرو لهجه یو د بل پر وړاندې تونده شوې ده.

د لیکوال په اند په ټوله کې دغه خبرې حساسیت پاروونکې دي او له راتلونکو انتخاباتو سره نېغې اړیکې لري او یو د بل د بې اعتباره کولو لپاره ترې افزاري استفاده کیږي.

د لیکوال په باور نو له همدې کبله افغان ولس ته په کار دي؛ چې په وړاندې یې له احتیاط څخه کار واخلي او احساساتو ښکار نه شي.

چمتووکوونکي: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG