افغان چارواکي وایي، چې تیره اونۍ د طبعي پیښو له امله د هېواد په بیلابیلو برخو کې شااوخوا شپیته کسان ووژل شول او څه باندې درې نیم سوه نور ټپيان شول.
د طبعي پیښو په وړاندې د مبارزې عالي اداره وایي، دغه تلفات د وروستیو سیلاوونو او زلزلې له امله رامنځ ته شوي دي.
افغان چارواکي وایي چې، د طبعي پیښو له امله دغه تلفات د ننګرهار؛ کونړ او بلخ ولایتونو په بیلابیلو ولسوالیو کې رامنځ ته شوي دي.
د طبعي پیښو په وړاندې د مبارزې عالي اداره وایي، په وروستیو سیلاوونو او زلزلې کې د ځاني زیان سربیره خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.
د دې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ چې دې طبعي پیښو له امله په یادو ولایتونو کې نږدې دوه نیم زره کورنۍ زیانمنې شوي او د کورونو ودانۍ یې نړیدلي دي.
"وروستی راپورونه چې موږ ته رارسیدلي ښيي، چې په ننګرهار کې د زلزلې له امله شپاړس کسان وژل شوي، یوسل او نهه ویشت نور ټپيان او درې سوه کورونه نړیدلي.
په کوړ کې د زلزلې له امله یوکس وژل شوی، شپاړس ټپیان او پنځه څلویښت کورنۍ زیانمنې شوي.
د سیلاوونو په اړه باید ووایم چې، د مزارشریف په ښار او ولسوالیو کې دوه زره او یوسل او دوه نوي کورنۍ زیانمنې شوي، ۳۸ کسان وژل شوي او ۱۴۱ټپيان شوي دي."
د تیرې چهارشنبې په ورځ د ریښتر په کچه پنځه اعشاریه اوه درجې زلزلې چې مرکز یې په مهترلام کې وو د هیواد ختیځو سیمو ته شدید ټکانونه ورکړل او خلکو ته یې مالي او ځآني زیانونه واړول.
له دې سربیره تیره اونۍ د بارانونو او ږلۍ له امله په مزارشریف، کندهار او پکتیا ولایتونو کې سیلاوونه راغلل چې د ځاني زیان سربیره یې سلګونه جریبه کرنیزیزه ځمکه ویجاړه کړه.
له طبعي پیښو سره د مبارزې عالي اداره وایي چې؛ دوی زیانمنو شویو سیمو ته په خپل وخت بیړنۍ مرستې رسولي، خو د سیمې خلک دغه مرستې کافي نه بولي.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړی حاجي عبدالبصیر ګلاب وایي؛ وروستۍ زلزلې د دې ولایت په خیوې، دره نور، کامې، اچین او ده بالا ولسوالیو کې خلک ډیر زیانمن کړي خو تراوسه د ګوتو په شمیر خلکو ته مرستې رسیدلي دي.
ښاغلي ګلاب وایي، د طبعي پیښو په وړاندې د مبارزې د ادارې له خوا تراوسه یوازې ۴۷ کورنیو ته د مرستو یوه بکسه ورکول شوې او پاتې زیانمنې شوې کورنۍ د مرستو انتظار باسي.
نوموړي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې؛ دا مهال د زیانموشویو کورنیو د لست په جوړولو کار روان دی؛ خو عملي مرسته نده ورسره شوې.
"تراوسه پورې ۴۷ بکسې چې د آشپزخانې سامان او کمپلې په کې وې خلکو ته رسیدلي، تراوسه دسته جمعي یا عمومي مرسته یوې ولسوالۍ سره هم نه ده شوې، په لستونو کار روان دی خو تراوسه عملي مرسته نه ده شوې."
په بلخ کې هم د ازادي راډیو خبریال وایي، چې زیانمن شوي خلک له شویو مرستو راضي نه دي او ډیرو نورو مرستو ته اړتیا لري.
خو له طبعي پیښو سره د مبارزې د عالي ادارې مشر چې دا مهال په بلخ کې دی له خلکو سره ژمنه کړې چې له سروې وروسته به اړینې مرستې ورورسوي.
په افغانستان کې هر کال لسګونه کسان د طبعي پیښو له امله په ځانګړې توګه د سیلاوونو او زیاتې واورې وریدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو خلک وایي چې حکومت په دې برخه کې د مخنیوي لازم تدابیر نه لري.
د طبعي پیښو په وړاندې د مبارزې عالي اداره بیا وایي چې دوی له طبعي پيښو سره مخامخ کیدونکې سیمې مشخصې کړي او ترګواښ لاندې ولایتونو کې د خوراکي او غیر خوراکي موادو کافي زیرمې لري.
راپور : اسدالله لودین کابل