د قرغزستان په جنوب لویدیځ کې د باتکېن ولایت د یوه غرنې ښارګوټې قزل – کېا یا سرې تیګې یو شمېر اوسیدونکو دا اندیښنې څرګندې کړې، چې د دې سیمې یو شمېر ځوانان ممکن د سوریي له یاغیانو سره یوځای شوي وي.
دا ښارګوټی چې د فرغانه درې په څنډه پروت دی او د ډبرو سرکو کان هم په کې دی، د شوروي اتحاد له ړنیګدو راهیسې له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان دی.
په ښار کې د بې وزلۍ، د کافي زده کړې او روزنې د نشتوالي له امله اوسیدونکې مجبوریږي چې روسیې او یا نورو هیوادونو ته د کار او پیسو ګټلو په مقصد لاړ شي.
دا چې له قرغزستان نه لري په سوریې کې کورنۍ جګړه روانه ده، پوښتنه پیدا کېږي چې ایا د قزل – کېا اوسیدونکې د سوریې د وسله والو یاغیانو له خوا استخدام شوي او که څنګه؟
د سلیمان مامتوف په نامه یو اوسیدونکې وایي، ځوي له نورو ځوانانو سره د ترکېې له لارې د سوریې جګړې ته تللی دی.
مامتوف، چې د یوې متوسطې مذهبې کورنۍ مشر دی، د خپلوانو له ممانعت سره سره یي ازادي راډیو سره د خپل ځوي په اړه لنډې خبرې وکړي.
دی وایي، ځوي ورته څو ورځې وړاندې ویلې و چې روسیې ته ځي، خو په حیرانوونکې ډول یي له ترکېې نه ټیلفون وکړ او ویي ویل چې په استانبول کې دی او د سوریې له یاغیانو سره یوځاي کېږي.
مامتوف وایي، غواړي پیدا کړې چې ځوي یي ولې خپل پلان بدل کړی دی:
«زما ځوي ویلې و چې روسیې ته ځي. ایا هغوي سوریې ته استولی او که بل چا ورسره مرسته کړیده. زه نه پوهیږم. حتی د قرغزستان امنیتي ځواکونه هم دا مسله نشي روښانه کولاي.
شاوخوا یوه اوونۍ وړاندي زما ځوي د کار لپاره روسیې ته تللی و. ټول هغه کسان چې سوریې ته تللي، خپلو کورنیو ته یي همدا د روسیې خبره کړی ده».
د مامتوف نوم د هغو کورنیو په لیست کې شامل شوی چې باور لرې زامن یي د روسیې پر ځاي سوریې ته تللې دي. دا لیست په دي وروستیو کې د قرغزستان پارلمان ته هم ورکړ شوی دی.
د قرغزستان د دینې چارو د کمیسیون یو چارواکې محمد بیک میرزابایف وایي، تر اوسه اوه تنه قرغزیان چې عمرونه یي د اتلسو او ۳۶ کلونو تر منځ دي، پیژندل شوې چې د سوریې له یاغیانو سره یوځاي شوي دي.
دی زیاتوي، دا نده معلومه چې دا ډله ولې په ترکېه کې تم شوي وه، دوي ته بلنه ورکړ شوي، د سیمه ایزو مسجدونو له خوا ګمارل شوي او د سفر لګښت یي چا ورکړی دی.
د قرغزستان د حکومت مخالف او د اتا جورت ګوند یوه غړي داستانبیک جمعه بیکوف د اپریل په ۱۷ مه دا مسله په پارلمان کې مطرح کړي وه او ادعا یي کړې چې ځوان قرغزیان د سیمه ایزو مسجدونو له خوا دغه کار ته استخدامیږي.
د قرغزستان د مذهبي چارو ادارې دا تورونه رد کړې دي.
په لندن کې د افراطیت د څیړني نړیوال مرکز په یوې نوې څیړنې کې ویلي، د سوریې د شخړي له پیل راهیسي تر اوسه شاوخوا پنځه نیم زره بهرنیان سوریې ته تللې دي.