د ننګرهار د هسکې مینې ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران وايي، چې په دې ولسوالۍ کې ولسوال د پرمختيايي کارونو مخه ډب کړې ده.
دغه قومي مشران وايي، چې څه موده وړاندې په دې ولسوالۍ کې د تیریدونکي سړک کار بند کړی و، چې وروسته د والي په لارښوونه يي خوشې کړ.
دوی وايي د یو څه مودې په تیریدو سره اوس يي د قومي مشرانو لپاره د جرګه هال د جوړیدو مخه نیولې ده او دارنګه هغه کرل شوي نیالګي،چې د ولسوالۍ د ولسونو لخوا سړک غاړو ته کرلي و،ویستلي دي:
« دې ولسوال زموږ ولسونو ته هیڅ خیر نه دی رسیدلی،کله ،چې دا ولسوال راغلی په ده بالا ولسوالۍ کې امنیت بیخي ختم شوی دی.
قومي مشر: دا ولسوال د بیارغونې مخه نیسي مخکې د سړک کار يي بند کړی و،او اوس يي انجنیران نیولي،چې تاسې جرګه هال مه جوړوی تر څو،چې زما حق رانکړی، بیا هغه بله ورځ عامو خلکو د سړک غاړو ته د ښکلا په خاطر درې زره نیالګي کینول خو ولسوال ټول وویستل».
ملک اعتبار،چې د هسکې مینې ولسوالۍ قومي مخور دی ازادۍ راډیو ته وویل،چې څه موده وړاندې د هسکې مینې ولسوالۍ سره د غنمو او کنجاړې مرسته شوې وه،چې ولسوال قاضي زاده دغه مرستې ځان ته خرڅې کړې وې.
د ملک اعتبار په خبره هغه وخت دوی ولایتي چارواکو سره دا خبره شریکه کړه او د اسناد له مخې ،شوې غلا پر ولسوال ثابته هم شوه،ولې تر اوسه يي د ولس ځورنې څخه يي لاس نه دی اخیستی:
«څه موده وړاندې دې ولسوال اووه سوه بوجې غنم خرڅ کړل،بیا دکنجاړې مرسته راغله د هغې نه په شمار یو څه بوجې يي توزیع کړي پاتې نورې ټولې بوجې يي په بټي کوټ کې خرڅې کړې».
د هسکې مینې د ولسوالۍ د یو شمېر اوسیدونکو په خبره له کله،چې یاد ولسوال دې ولسوالۍ ته راغلی له هماغه وخته په دې سیمه کې امنیت تر دې خرابه شوی،چې د ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې وسله وال په ښکاره تلاشیانې کوي،خو ولسوالي یوازې د ځان په فکر کې ده.
د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزی وايي،چې رښتیا هم څه موده وړاندې ولسونو پر ولسوال ځینې تورونه پورې کړي و،چې د دوی ستونزه يي هاغه وخت حل کړې وه.
نوموړی وايي،چې داوسنیو تورونو په اړه ولایت غور وکړي:
«زما د معلوماتو له مخې څه موده وړاندې یو شمېر قومي مشران راغلي وو،چې د کنجاړې مسله يي شریکه کړې وه هغه هماغه وخت حل شوه،اوس چې دغه قومي مشران د ولسوال په اړه څه تورونه لري او اسناد ولري نو ولایت مقام به پرې غور وکړي».
د ننګرهار د هسکې مینې ولسوالۍ،چې پخوا د امنیت له پلوه تر ټولو ارامه ولسوالۍ بلل کیده اوس په کې د وسله والو فعالیتونه زیات شوي.
د سیمې اوسیدونکي وايي،چې د سیمه ایزو چارواکو د بې غوری له امله په دې ولسوالۍ کې امنیت ډیر خرابه شوی او که چېرې چارواکي د دوی ستونزې آوارې نکړې،نو دوی مجبور دي،چې د سیمه ایزو چارواکو پرضد راپورته شي.
شاه محمود شینواری ـ جلال اباد