له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې مشر وایي، چې په بلخ ولایت کې د سیلابونو له امله اوه تنه مړه شوي دي.
محمد دایم کاکړ چې د چهارشنبې په ورځ بلخ ولایت ته له سیلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې لپاره روان وو، آزادۍ راډيو ته وویل چې پدې سیلابونو کې تر اوسه شپږ تنه لادرکه هم دي او ګڼ شمیر کورنیو ته یې مالي تاوانونه هم رسولي.
خو د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر جنرال عبدالرزاق قادري بیا آزادۍ راډیو ته وویل چې پدې ولایت کې لس تنه د سیلابونو له امله مړه شوي دي.
جمیلې ظریف له محمد دایم کاکړ سره مرکه کړې او په پیل کې یې ورنه پوښتلي چې وروستیو سیلابونو خلکو ته څومره زیان رسولی.