د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

سندرغاړی زیب خان وفات شو


زیب خان چې اصلي نوم یې امیر زیب خان و او دتیرو څو کلونو راهیسې یې پښتو موسیقۍ ته کار کاوه ، نوموړی د يکشنبې په سهار د زړه د حملې د وجې له نړۍ سترګې پټې کړې.

شاهزیب د زیب خان ورور ، د خپل ورور د مړینې په اړه د ازادۍ راډيو مشال څانګې ته داسې وویل :

(( دوه کاله مخکې پرې د فلج حمله راغلې وه ، بیا ښه شو، اوس د اتوار په سهار پرې د زړه حمله راغله او مخکې تر دې چې هسپتال ته یې ورسوو ، وفات شو. ))


شاهزیب وايي دوی دوه وروڼه وو، زیب خان دده نه مشر و او عمر یې څلور څلویښت کاله و.

زیب خان واده کړی و او څلور ماشومان یې درلودل.مشرۍ لور یې ایمن پنځلس کلنه ده او په لسم جومات کې سبک وايي . زامن یې ذریاب او شاداب نومیږي او بله لور یې امن ده.

زیب خان دسندرو اوه البمونه خپلو مینه والو ته وړاندې کړي دي . په مشهورو سندرو کې یې ( مورې .... په مینه مینه چې راګورې ) ، ( ای رخ زیبا ... مرحبا ) او ( شکر دی زما شوله ) نومیږي . خو نورې سندرې یې هم په زړه چک لګوي. د ده ملګری هنرمند کرن خان وايي ، زیب خان یو ښه دوست ، ښه انسان او ښه هنرمند و :

(( دی یو ښه هنر مند او ښه انسان و ، دخپلو مینه والو لویه حلقه یې لرله ، سوات پرې ښایسته و، ده کله هم غیر معیاري کلامونه نه ویل ، عام فهمه کلامونه یې ویل او ډیر دروند انسان و. ))

زیب خان سندرې شوقیه ویلې خو په پېښور کې یې د صحت په محکمه کې کار کاوه، ده باندې دوه کاله وړاندې د فلج ( ګوزڼ ) حمله راغلې وه، خو بیا ښه شوی و.

دوی اصلا د سوات د بلوګرام وسیدونکي دي خو د ژوند وروستۍ شیبې یې د پېښور د کیسه خوانۍ په ډکي نعلبندي کې تیرې کړې.
XS
SM
MD
LG