د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

زلمى رسول له ناټو سره د افغان ځواکونو پر پياوړتيا خبرې کوي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول
ټاکل شوې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سې شبنې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

افغان حکومت د ناټو د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه د افغانستان لپاره مهمه بولي او وایي، چې افغان چارواکي به په دې غونډه کې له ناټو سره د ستراتیژیکو اړیکو او د افغان امنیتي ځواکونو پر پیاوړتیا ټینګار وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل؛ چې د ناټو د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه د سې شنبې په ورځ په بروکسل کې جوړیږي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول به هم په کې برخه واخلي.

ښاغلي موسی زي له ناټو سره د افغانستان ستراتیژیکې اړیکې ډیرې مهمې وبللې؛ خو ټینګار یې وکړ چې، د افغان دولت لپاره د دې هېواد ملي ګټې او د افغان ځواکونو تجهیز او پیاوړي کول ترهرڅه لومړیتوب لري:

"افغان حکومت له ناټو سره د نږدې ستراتیژیکو او اږودمهاله اړیکو پلوی او غوښتونکی دی، خو په دې دوستي او همکاري کې باید د افغانستان ملي ګټې شاملې وي.

د افغانستان سوله اوامنیت زموږ لپاره ډیر مهم دی.

هیله لرو چې په راتلونکو اونیو یا میاشتوکې د افغانستان او ناټو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو په مسالې کې یوې نتیجې ته سره ورسیږو."


په افغانستان کې دا مهال لسګونه زره ناټو ځواکونه میشت دي، افغان حکومتي چارواکي وایي، چې د ناټو او نړیوالو په مرسته دا مهال د افغان ځواکونو شمېر ډیر شوی؛ خو ټینګار کوي، چې دا ځواکونه لاهم د وسلو او تجهیزاتو له درکه له ستونزو اونیمګړتیاو سره مخامخ دي.

افغان امنیتي چارواکو تل دا ویلي، چې ناټو او امریکا باید د افغان ځواکونو پیاوړتیا ته په تیره په هوایي برخه کې پاملرنه زیاته کړي؛ ترڅو دوی وتوانیږي له ۲۰۱۴ میلادي کال نه وروسته؛ کله چې نړیوال ځواکونه له دې هیواد څخه وځي له افغانستان څخه په بشپړ ډول دفاع وکړي.

خو د امنیتي چارو څیړونکي وایي چې؛ افغان چارواکي باید د ناټو د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د افغان ځواکونو پر تجهیز او سمبالولو سربیره په دې هیواد کې د سولې د پروسې د بریا په اړه هم خبرې وکړي.

پوځي څیړونکی جنرال عتیق الله امرخیل هم ورته نظر لري:

"ترټولو مهمه دا ده، چې ناټو د افغانستان د سولې په مسالې کې فشارونه زیات کړي؛ ځکه چې په تیرکې هم مرستې شوي اما نتیجه یې جنګ او نا امني ده.

که یوازې افغانستان ته د پوځي مرستو خبره وي او د ناټو له خوا ورکړل شي؛ ګمان کوم، چې بیا به هم جنګونه دوام وکړي، یوازینۍ ښه لار سوله ده، چې په دې هیواد کې رامنځ ته شي."


د افغانستان په اړه د ناټو د غړیو هېوادونو له خوا تردې وړاندې هم څو ځلې کنفرانسونه جوړ شوي؛ چې په کې هم د افغان ځواکونو په شمېر او هم تجهیزاتو پراخې خبرې شوي.

افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو څلورم پړاو روان دی او تمه ده، چې د دې بروسې په پنځم پړاو کې د افغانستان ټول امنیتي مسوولیتونه له بهرنیو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي.

ناټو او امریکا ژمنه کړې، چې افغان ځواکونو ته به ښه روزنه ورکړي او او پر ښو او عصري وسلو به یې سمبال کړی.
XS
SM
MD
LG