د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۵

غزني: د يو قومندان په ګډون شپږ تنه سيمه ييز پوليس ووژل شول


چارواکي وايي، په غزني کې يو ځل بيا وسله وال طالبان د سيمه ييزو پوليسو يوې پوستې ته ور اوښتي دي او شپږ تنه يې وژلي دي، دوی وايي، په وژلو شويو کسانو کې يو قومندان هم شامل دی.

چارواکي وايي، پېښه تېره شپه د غزني په دهيک ولسوالۍ کې شوې ده، چې له امله یې د سيمه ييزو پوليسو د يو قومندان په ګډون شپږ تنه وژل شوي او يو بل ژوبل دی.

دوی وايي، د دهيک په تاسنګ کلي کې، د پوليسو د يوې پوستې څوکيدار له طالبانو سره لاره يوه کړې او د شپې ناوخته يې د خپلو ملګرو پر پوسته طالبان ورخېږولي دي.

د دهيک ولسوال فضل احمد ټولواک وايي، څوکيدار له طالبانو سره پر خپلو ملګرو ډزې کړې او وروسته بيا له راغوښتل شويو طالبانو سره پسې تښتېدلی دی.

دی وايي، د سيمه ييزو پوليسو وژل شوی قومندان دريا خان نومېږي او په وژلو شويو کسانو کې د قومندان زوی هم شامل دی.

"له ولسواليو څخه تقريبآ پنځه شپږ کيلو مټره لېرې د تاسنګ په پوسته کې د عبدالرزاق په نامه يو محلي پوليس له طالبان سره لاره يوه کړې ده، د شپې په دوه بجې يې درې تنه طالبان را غوښتي او پر خپلو ويدو ملګرو يې ډزې کړې دي، په دغه پېښه کې د يو قومندان په ګډون شپږ تنه محلي پوليس وژل شوي او يو ژوبل دی، په وژل شويو کسانو کې د قومندان زوی هم شامل دی، تر پېښه وروسته عبدالرازق له طالبانو سره تښتېدلی دی."

ټولواک زياتوي چې، پوليسو د تښتېدلي کس او طالب وسله والو د نيولو په موخه په ټوله سيمه کې پلټنې پيل کړې دي.

دی وايي، د پلټنو پر مهال تر اوسه پورې درې تنه نيول او پلټنې ورڅخه روانې دي.

د ده په خبره، په نيول شويو کسانو کې يو هغه کس هم شامل دی، چې بېګاه يې په شپه کې د طالبانو د ملګري پوليس کډه له سيمې وړې وه.

د پېښې مسووليت طالب وسله وال مني او د وژل شويو کسانو شمېره دوه برابره ښيي.

ذبيح الله مجاهد چې ځان ته د وسله والو طالبانو وياند وايي، وايي چې، ملګرو يې په يو بريد کې ديارلس تنه سيمه پوليس وژلي او د هغوی وسلې يې له ځان سره وړې دي.

په غزني کې له تېرو څو ورځو راهيسې پاڅون کوونکي، سيمه ييز پوليس او طالبان يو بل سره وژني.

دوه ورځې وړاندې د شيلګر په ګنډهير کې طالبانو د ولسي پاڅون ديارلس تنه جنګيالي وژلي وو.

تر هغه وروسته په شيلګر او مقر کې د طالبانو پر ضد د پيل شوي پاڅون جنګياليو ادعا وکړه، چې په دغو دوو ولسواليو کې يې تر شل زيات طالبان وژلي او وسلې يې دوی ته په لاس ورغلې دي.

سيدشاه سقيم
XS
SM
MD
LG