د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

خلک هنر او موسیقي خوښوي، خو فن يې شرم ګڼي


په خوست کې ډیری هنرمندان او سندرغاړي په هغو سیمو کې په ودونو او دخوښیو په پروګرامونو کې ګډون کوي ،چې مرکزي موقعیت لري او دامنیت له اړخه څه نا څه ډاډمن دي او یا داسو سیمو ته مجلسونو لپاره ورځي ،چې خلک يې په دودیز ډول له هنري مجلسونواوپروګرامونوسره مینه لري.

هنرمندان دخپل هنر او جذابیت پرمټ خلک په جوش او احساساتو راولي،دمجلس په ګرمیدو سره یو شمیر ګډونوال دګډا لپاره ولاړیږي،لاسونه پړکوي او دپروګرام ټولې شیبې په ولولو او خوشالیو تیروي ،خو هنرمندان بیاهم له خپلو هنري فعالیتونو څخه پوره راضي نه دي .

ددې حالت لاملونه دادي ،چې پدې ځای کې په ټولیزه توګه دهنرمندانو داقتصادي ژوندانه سطحه ښکته ده او بل لوري ته په ټولنه کې نالوستوب او له پیړیو راهیسې یو ډول داسې مسلط فرهنګ،چې خلک دهنرمند هنر خوښوي ،خو فن ته يې دشرم په نظر ګوري ، محتاج قشر يې بولي او ددوی شخصیت او موقف ته چندانې اهمیت نه ورکوي موجود دی،نو پدې سره هنرمندان یو ډول دمایوسۍ او ناهیلۍ احساس کوي. دخوست سیمه ییز هنرمندان وايي ،کچیرې حکومت ددوی دژوندانه ښه توب لوري ته پاملرنه وکړي او هنر ته د زړه له کومې په ارزښت قایل شي له شک پرته دا احساس دټولنې نورو افرادو ته هم انتقالیږي او خلک هم کرار ،کرار هنر او هنرمند ته ارزښت ورکوي او دهنر اړتیا او اغیز ته يې پام کیږي :

د خوست سيمه ييز سندرغاړي
د خوست سيمه ييز سندرغاړي
((زه شاعر سلیم ګل طلبګار یم ،تر اوسه زما په لیدو چې هنرمند یم دولت هیڅ کار او کمک له هنرمندانو سره ندی کړی ،په نورو دولتونو کې هنرمندان له دولت سره رسمیات او معاشونه لري ،استاد لري ،معاون لري ،رئیس لري ،په قدر او احترام محفلونو ته ځي خلک له هنرمنده ورته وايي ، زموږ دخوست په علاقه کې يې دخلکوڅه ،چې دحکومت له طرفه يې هم قدر نشته ،څوک له ډم نه ورته وايي ،څوک دې ډولکي نه ورته وايي او څوک يې شاعر بولي.))

دبختي جان پردیسي په نوم یو تن ځوان هنرمند هم دشاعر طلبګار په شان ګیله کوي ،چې په ټولنه کې يې د هنر پوره قدر نشته او په یو نیم مجلس کې ورته خلک په سپکو نومونو خطاب کوي او حکومت يې هم چندانې پوښتنه نه کوي:

((په خوست کې خو نور شرایط ډیر مزیدار دي ،خو کله چې هنرمندان په خوست کې پروګرامونو ته ځي نو یو نیم ځای پکې داسې وي ،چې دهنرمندانو سره بد برخورد وشي او خلک ورته یو ډول بد نوم اخلي او قدر عزت يې ونشي ،زموږ سره خو اړوندې حکومتي ادارې تر اوسه څه مرستې ندي کړي ،خو خدای دې وکړي ،چې دوی هنرمندانو ته پام زیات شي .))

په خوست کې یو تن سیمه ییز شاعر اوسندرغاړی حاجي سیداحمد خان ،چې دژوندانه اوږده کلونه يې په هنر او موسیقۍ کې تیر شوي وايي ،چې هنرمندان په رواني او جسماني لحاظ له فشارونو اوستونزو سره مخامخ دي ،سره لدې چې هنرمندان ټولنې ته ډیر خدمت کوي او دټولنې سترګې بلل کیږي ،خو په اوسني وخت کې دې سترګو ته خاورې وراچول کیږي او اړوندې ادارې هم دهنر او هنرمند خیال نه ساتي:

((کوم هیوادونه ،چې ما لیدلي په هغه کې دهنرمند ژوند له نورو خلکو سره برابر دی ،مګر په افغانستان کې دهنرمند ژوند ساتلی ندی ،محفوظ نه دی ،هنرمند هر وخت له فشار او تحدید سره مخامخ دی او له داسې حالت سره مخامخ دی کچیرې دی ډیر تکړه هنرمند هم وي ،خلک ورته وايي ته اخوا شته،ته ډم يې ته تبله مار يې ،ته هغه يې ،ته دغه يې ،هنرمند پدې ټولنه کې ډیر خفه دی ،هنرمند ټولنې ته ډیر خدمت کوي ،هنرمند دټولنې سترګې دي ،مګر دې سترګو ته خاورې وراچول کیږي .))

دشاعر او لیکوال رفیع الله زیار له نظره په ټولنه کې هنر او موسیقي هغه مهال ډیر اغیز پیدا کوي ،چې دهنریت او ادب لحاظ پکې ساتل شوی وي ،دده په وینا کچیرې هنرمند څه ناڅه زده کړې وکړي او معیاري شعر او موسیقي انتخاب کړي نوخلک ورته دقدر په نظر ګوري:

((په ټولنه کې دموسیقۍ او هنر اغیز ډیر زیات دی ،خو هغه وخت چې کله موسیقي او هنر په یو داسې چوکاټ کې وي ،چې واقعاً دهنر بڼه ولري ،کچیرې هنرمند پوره تجربه ولري ،زده کړې ترلاسه کړي او له بلې خوا داسې شعر انتخاب کړي،چې هغه په رښتیا شعروي،نو بیا په هنر کې دبې قدرۍ پوښتنه نه پیدا کیږي او دلته ددې خبرې ډیرې بیلګې شته .))

دیادونې وړ ده که څه هم په خوست کې داطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین دهنرمندانو دهنري فعالیتونو داجرا لپاره دیو شمیر اجرااتو او فعالیتونو یادونه کوي ،خو په ټولیز ډول کتونکي په خوست کې دهنر او موسیقۍ په سمبالښت او دهنرمندانو دغوښتنو او اړتیاوو ته په رسیده ګي کې مسوولې ادارې په سختې ناپامۍ تورنوي.

خبریال/نجیب الله الوخیل
XS
SM
MD
LG