د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

په باسټن کې له دوو مشکوکو بم ایښودونکو څخه یو يې ووژل شو


د باسټن ښار کې د ماراتون یا ډله ییزې ځغاستې په ترڅ کې د چاودنو د دوو مشکوکو کسانو څخه یو تن یي وژل شوی او د بل د موندلو لپاره یې هڅې رواني دي. د باسټن له خلکو غوښل شوي چې احتیاطي تدابیر په نظر کې ولري.

د اپریل په پینځلسمه د ماراتون یا ډله ییزې ځغاستې د ختمیدو لیکي ته نژدې په چاودنو کې درې تنه ووژل شول او یو سلو اویا تنه نور یې ژوبل شول.

د باسټن په چاودنو کې له دوو مشکوکو کسانو څخه یو تن یې وژل شوی دی.

د باسټن د واټر ټاون له اوسیدونکو غوښتل شوي، چې د خپلو کورونو ورونه بند وساتي او هیڅ چاته اجازه ورنه کړي چې د دوي کورونو ته ننوځي.

د میدلسیکس Middlessex څارنوال وايې، پر دوه تنو شک وو چې د پنجشنبې په ورځ د مسوچوست د تکنالوژۍ د انستیتیوت په ساحه کې د پولیسو یو مامور وژلی وو او بیا یې د وسلې په زور یو موتړ غلا کړی او وروسته یې د موتړ چلونکي بې وسلې کړې او خوشې کړی وو.

تر دې څو ساعته مخکې د پولیسو د ډله ییزې ځغاستې یا ماراتون د پیښې په ارتباط د مشکوکو کسانو تصویرونه خپاره شول او د خلکو مرسته وغوښتل شوه.

مقامات وايي، مشکوکو کسانو په واټر ټاون سیمه کې چې مشکوک کسان د پولیسو له خوا تعقبیدل خپل چاودیدونکي مواد له موټره دباندې وغورځول.

مشکوکو کسانو او پولیسو پر یو بل ډزې وکړې او په دې منځ کې یو تن مشکوک کس سخت ټپي شو، چې وروسته يي ساه ورکړه او بل تن یې وتښتید.

د باسټن د پولیسو کمشنر وايي، موږ په دې اند یو، چې دا به یو ترهګر وو. د هغه په باور دا سړی د دې لپاره دې سیمي ته تللی وو چې خلک ووژني.

ایف بي ای وایې، له سیمه يیزو مقاماتو سره په ګډه کار کوي څو د پیښې په اړه معلومات راټول کړي.

د اپریل په پینځلسمه د ماراتون یا ډله ییزې ځغاستې د ختمیدو لیکي ته نیژدې په چاودنو کې درې تنه ووژل شول او یو سلو اویا تنه نور یې ژوبل شول.

دیوه مشکوک کس تر وژلو دمخه د FBI خاص اېجنټ ریک دېس لاوریرس Rick DesLauriers چې به باسټن کي د چاودنو په باب د څېړنو مشري کوي ویلی وو چي د یادوو مشکوکو کسانو تصویرونه يي خپاره کړي څو د مشکوکو کسانو په موندلو کې خلک له مقاماتو سره مرسته وکړي.

ولسمشر بارک اوباما د پینجشنبې په ماښام په هغو مراسمو کې برخه واخیسته چې د باسټن ښار په چاودونو کې د قربانیانو د درناوي لپاره جوړ شوي وه او له خلکو سره یې خواخوږي څرګنده کړه:

(( زه نن د امریکا د خلکو په استازيتوب له یوه ساده پیغام سره دلته یم : مونږ هر یو ستاسو پر محبوب ښار له دي حملې متاثره شوي یو. مونږ هر یو له تاسو سره ولاړ یو. ځکه دا زموږ ټولو ګران ښار هم دی. باسټن به ستاسو کور وي خو مونږ ټولو یي خپل بولو ))

تر هغه وورسته چې ولسمشر اوباما خبري وکړی له هغه روغتون څخه چي د باسټن د چاودنو قربانیان پکي بستر دی کتنه وکړه له هغو خلکو سره یی خبري وکړي چي د ټپیانو سره یې مرسته کړې ده.
XS
SM
MD
LG