د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۰

په ميدان وردګو کې دوه سوه تنه پوليس وروزل شول


د ميدان وردګو ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې، په دغه ولايت کې يې دوه سوه تنه د عامه ساتنې او سيمه ييز پوليس روزلي دی، دوی وايي، روزل شوي سيمه ييز پوليس د نورستان اوسېدونکي دي، او د هغه ولايت د کامدېش ولسوالۍ د امنيت ټينګولو لپاره يې روزلي دي.

دغه دوه سوه تنه پوليس د ميدان وردګو په دشت توپ روزنيز مرکز کې له تېرو دوو مياشتو راهيسې روزل کېدل، او پرون يې د فراغت سندونه واخيستل.

چارواکي وايي، په روزل شويو پوليسو کې يوه سل او درې تنه يې د عامه نظم او پاتې اوو نوي نور يې سيمه ييز پوليس دي.

دوی وايي، سيمه ييز پوليس به تر دې وروسته د نورستان د کامدېش ولسوالۍ امنيت ساتي او د عامه ساتنې هغه به د هېواد بېلابېلو ولايتونو ته لېږي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، د کامدېش اوو نوي تنه اوسېدونکي چې عمرونه يې تر څلوېښتو کالو لوړ دي، د خپلو کليو د ساتلو لپاره په سيمه ييزو پوليسو کې شامل شوي وو او په ميدان وردګو کې په ښه توګه وروزل شول.
دی وايي، د پوليسو ټول روزونکي افغانان وو:

"محلي پوليس او د عامه نظم پوليس فارغ شول، محلي پوليس د نورستان له کامدېش ولسوالۍ څخه راغلي وو، دلته وروزل شول او اوس به بېرته په کامدېش کې امنيت کې ساتي. د دوی د اکثرو عمرونه تر څلوېښت کالو پورته دي، چې په اته اوونيو کې وروزل شول، روزنه ورته افغان استادانو ورکړې، روزل شوي پوليس به تر دې وروسته د نورستان د کامدېش او د عامه نظم پوليس به د هېواد د بېلابېلو ولايتونو امنيت ساتي. "

د ميدان وردګو په دشت توپ روزنيز مرکز کې د دغه مرکز له جوړېدو راهيسې اووه زره دوه سوه او اووه ويشت تنه پوليس روزل شوي، د فراغت سندونه يې تر لاسه کړي او د هېواد ساتنې ته يې ملاوې تړلې دي.

سيدشاه سقيم
XS
SM
MD
LG