د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۸

"د پاتې کیدونکي امریکايي پوځيانو شمېر، جګړې پورې اړه لري"


په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو جګپوړي قوماندان وویل، باید زموږ ځواکونه تر دوه زره څوارلسم کال وروسته په افغانستان کې پاتې شي.

د جنرال جوزیف ډانفورډ په وینا د دغو عسکرو شمېر ته اوس صبر کوو څو په اوړي کې د جګړې په وخت د افغانستان ځواکونه وازمویل شي چې څرنګه جګړه کوي.

جنرال جوزیف ډانفورډ د فبروري په میاشت کې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان وټاکل شو.

له ټاکل کیدو وروسته د لومړي ځل لپاره د کانګرس استماعیه غونډې ته ده په واشنګتن کې پرون خبرې وکړې.

جنرال ډانفورډ د سنا پوځي کمیټې ته وویل، چې امریکا باید د نومبر په میاشت کې، چې د جګړې د فصل اخره ده، دا وڅیړي، چې افغان ځواکونه څرنګه دي.

جنرال ډانفورډ په کلکه وغوښتل چې د اوس لپاره دې د پوځیانو شمیر نه معلومیږي.

د اریزونا سناتور مککین د هغه خبره رد کړه او ویې ویل چې موږ په ځینو سیمو کې له سختو ستونزو سره مخامخ یوو، ځکه چې افغانان نه پوهیږي چې موږ څه ژمنه کړې ده، سناتور مککین بیا وویل، چې د ډانفورډ نظر سم نه دی او موږ عادي افغانان په راتلونکې کې له لږ اطمینان سره پریږدو.

خو جنرال ډانفورډ وویل، چې دی دا مني چې افغانان خپلې راتلونکې ته اندیښمن دي خو امریکا ژمنه کړې ،چې په امنیتي برخه کې به له افغانستان سره تړون لاسلیکوي او په دې اړه خبرې روانې دي او له دې سره به د اوږدې مودې په مخه امریکا له قانوني اړخه په افغانستان کې د خپلو پوځیانو لپاره اډې پیدا کړي.

د سنا پوځي کمیټې ته جنرال دانفورډ وویل چې د دوه زره څوارلسم کال دسمبر د افغانانو په نظر یو سخت وخت دی، خو د دغو اندیښنو لپاره د باور وړ ژمنې باید ورکړل شي او راتلونکې ته د اندیښنو لپاره پکار دي چې افغان مشران، د افغانستان خلک او د سیمې لوبغاړي یوځای د بدو پیښو د مخنوي لپاره پلان جوړ کړي.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان د جګړې په اړه وویل، چې په وروستیو څو کلونو کې د طالبانو د پرمختګ مخه نیول شوې او له ګڼ میشتو سیمو دوی لرې شوې دي د ده په وینا اوس طالبان د افغانستان حکومت ته یو ستر تهدید نه دی.
XS
SM
MD
LG