د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۹

د امریکا د بوسټن د ښار چاودنې ترورستي دي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما وایي، هغه چاودنې چې د بوسټن د مرټن یا د اوږده واټن د ځغاستې په وخت وشوې، یو ترورستي کار و.

ولسمشر اوباما پرون په سپینه ماڼۍ کې دا بمي چاودنې وغندلې او هغه یې ناوړه هڅې وبللې، خو ده زیاته کړه چې دا څرګنده نه ده چې دا بریدونه چا کړي او ولې یې کړي:

« موږ د تحقیقاتو په پیل کې یوو. وخت ته اړتیا شته څو د هر تار بیخ پیدا کړو او معلومه کړو چې څه شوې دي، خو دا پیدا کوو»

له دوشنبې راهیسې چې دا چاودنې شوې دي، دا دوهم ځل دی چې د امریکا ولسمشر وینا کوي.

د دوشنبې د ورځې په څیر دا ځل هم بارک اوباما ټینګار وکړ چې هر هغه چا چې دا بریدونه کړې دي، عدالت ته به راوستل کیږي.

دې چاودنو د یوه اته کلن هلک په ګډون درې تنه ووژل او تر یو سل او اویا ډیر یې ټپیان کړل. چارواکو پرون وویل چې په ټپیانو کې د اوولس تنو صحت ښه نه دی.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې یوه جګپوړي مسوول ریک دیزلوریرز چې د دې تحقیقاتو مشر دی، وایي، له بوسټن څخه به ورها خوا د نړۍ په بیلابیلو سیمو کې دا تحقیقات پسې تعقیب شي، څو کیسه روښانه شي:

«دا به نړیوال تحقیقات وي. موږ هغه ځای ته ځو چې شواهد او د تار سر موږ هلته بیایي.

د نړۍ ګوټ ګوټ ته به ولاړ شو څو معلومه کړو چې څوک یا کوم کسان د دې خواشینونکي جرم مسوول دي. هرڅه چې مو په وس کې وي کوو یې څو دغه کسان عدالت ته راکاږو»

د اسوشیتد پریس اژانس په وینا یوه سړي د پیښې په ځای کې ویلي دي چې چاودیدونکي مواد د بخار په یوه شپږ لیټره دیګ او په غوټو غوټو بیکونو کې ځای پرځای شوي وو چې پر مځکه ایښي وو.

دغه سړي چې خپل نوم نه دی اخیستی زیاتوي چې په بیکونو کې فلزي ټوټې، میخونه او ساچمې وې.

د اسوشیتد پریس اژانس په وینا په دوه زره لسم کال کې چې د نیویارک په ټایمز سکویر سیمه کې کوم بم ایښودل شوی و په هغه کې هم له تحقیقاتو وروسته څرګنده شوه چې د بخار په دیګ کې چاودیدونکي مواد ځای پرځای شوي و او له دا ډول دیګونو په افغانستان، پاکستان او نیپال کې په چاودنو کې استفاده شوې ده.

د دې اژانس په وینا پاکستاني طالبانو چې د نیویارک په ټایمزسکویر کې یې د بمي برید مسوولیت منلی و، دا ځل ویلي دي چې د بوسټن په چاودنو کې دوی لاس نه لري.
XS
SM
MD
LG